یوه مودب فلپیني کډوال د ۱۷میلیون ډالرو لاټري وګټله

Image caption په امریکا کې میشت دغه شپیته کلن سړۍ په فلپین کې د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره روان و.

ښو کړو وړو یوه فلپیني سړي ته د اووه لس میلیون ډالرو لاتري ګتلو چانس ورپه برخه کړ.

د ملي لاترۍ یوه چارواکي ویلي، د دریو ماشومانو دغه پلار د بس په یوه تم ځای کې د ټکټ اخیستو لپاره په کتار کې ولاړ و چې یوه ښځې په بې ادبۍ سره د نوموړی مخې ته ټیل وهل شوه.

نوموړي هغه په درناوی پریښوده چې له نوموړي مخې ته شي، خو همدا کار لامل شو چې دی د (غوره انتخاب) ګټونکی ټکټ وپېري.

په امریکا کې میشت دغه شپیته کلن سړۍ په فلپین کې د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره روان و.

د لاتری ادارې تګلاره دا ده چې د خپل ګټونکي نوم پټ وساتي او په دې توګه ګټونکی د تښتولو له احتمالي ګواښ نه خوندي وساتي.

کله چې د نوامبر په ۲۹ پچه اچونه ترسره شوه، د مې میاشتۍ له ۱۵ راهیسې هیچا هم دغه لاتري نه وه ګټلې.

په دې لاتري کې په میلیونونو پچې اچول کیږي او د ګټونکي هغه د نژدې ۲۹ میلیونو له ډلې د طاق هغو نه غوره کېږي.

د فلپین پچې اچونې د خیریه ټولنې دفتر وایي PCSO وایي، ګټونکي د یوې اوونۍ لپاره خپل ټکټ نه ولیدلی چې ګټونکی دی.

د دغې ادارې یوه چارواکي مارګي جیکو ویلي، کله چې نوموړی ګټونکی اعلان شو، هغه په فکر کې ډوب شو او د هغې ښځې په اړه یې فکر کاوه چې که یې د نوموړي په وړاندې بې ادبي نه وی کړې نو ښایي چې نن به د دغې سترې جایزې ګټونکې وه.