د سويډن بريدونه او ورته مخکينۍ هڅې

د سټوکهولم چاودنې
Image caption د سويډن چارواکي د توندلارۍ د نښو او زورزياتي پېښو د شونتياوو په اړه اندښمن وو.

د سويډن امنيتي کړۍ په پلازمېنه سټوکهولم کې د شنبې ورځې بمي چاودنې ځانمرګي بريدونه په ګوته کوي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې لومړی دغه ډول بريد بلل کېږي.

هغه سړی چې د دغو پېښو شک پرې کېږي، په چاودنو کې، چې د سوداګرۍ په يوه بوخته سيمه کې شوې، وژل شوی دی.

له چاودنو څو دقيقې مخکې د سويډن (TT) په نامه خبري اېجنسۍ او امنيتي کړيو ته يو برېښناليک رسېدلی و چې د بريدونه ګواښنه يې کوله، ځکه چې سويډن افغانستان ته ځواکونه استولي دي.

د بي بي سي (ګورډون کورېرا) د سټوکهولم بريد ته په کتنه کې وايي د سټوکهولم ناکام بريد له نورو داسې مخکينيو هڅو سره ظاهري ورته والی لری چې د لوېديزو ښارونو په نښو کولو لپاره شوې وې.

Image caption په تېره مې کې (فيصل شهزاد) د نيويارک په ټايمز څلورلاري کې د موټر بم چاودنې هڅه کړې وه.

د بېلګې په ډول د سږني کال په مې کې (فيصل شهزاد) د نيويارک په ټايمز څلورلاري کې د موټر بم چاودنې هڅه وکړه خو ناکام شو.

د ۲۰۰۷ کال په اووړی کې هم په لندن کې د شپې کلب ترمخ يو موټر پرېښودل شوی و، چې د غازو ډبې په کې وې، خو چاودنه يې ونه شوه.

د بريدونو دغه ټولې هڅې د داسې کسانو کار و چې په دغو هېوادونو کې اوسېدل او توندلاري شوي وو، او پرمختللې روزنه او يا له بهره ملاتړ يې تر يوې اندازې کم و.

د سټوکهولم په څېر دغو پېښو کې د يوې پراخې توطيې نشتوالی کېدی شي د دې څرګندونه هم وکړي چې ولې په تخنيکي ډول د دغو بمونو چاودنه ونه شوه.

د سويډن چارواکي د يو څه مودې لپاره د توندلارۍ د نښو نښانو او زورزياتي پېښو د شونتياوو په اړه اندېښمن وو.

د سويډن وېبپاڼو يو کس چې اوس د دغه ځانمرګي بمي بريد شک پرې کېږي، داسې پېژندنه کړې چې په عراق کې زېږېدلی او اوس په دغه هېواد کې اوسېږي.

Image caption د اور وژنې موټر د چاودنې په ځای کې.

همدغه کس داسې باور کېږی چې تر ۲۰۰۴ کال پورې يې دری کاله د لندن په شمال لوېديځ لوټن کې د زده کوونکي په توګه تېر کړي وي.

چارواکي د بريدګر پېژندنې پخلی نه کوي، خو که د دغو راپورونو سموالی ثابت شي نو داسې ښکاري دلته به د بريتانيا امنيتي کړۍ هم په دې اړه پلټنې کوي چې په بريتانيا کې د دغه کس له وخت تېرونې سره کوم مهم تړاو شته که څنګه؟