اوباما: هولبروک ۵۰ کاله دغه ملت ته خدمت کړی

کرزی، هولبروک
Image caption ښاغلی هولبروک په ډېرو نژدې وختونو کې په افغانستان او پاکستان کې پر خپله دنده پېژندل کېده، چې دغو دواړو هېوادونو ته يې د ولسمشر اوباما استازيتوب کاوه.

ولسمشر اوباما د امریکا یو تر ټولو تجربه لرونکي ډیپلمات ریچرډ هالبروک چې د زړه له یوه بیړني عملیات نه وروسته د ۶۹ کلونو په عمر مړ شو ستایلی دی.

د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، امریکا خپل یو غښتلی اتل له لاسه ورکړ. د ریچارد هالبروک وروستۍ هغه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دنده وه.

نوموړي په ۱۹۹۹ کلونو کې د بوسنيا جگړې ته په پاى ورکولو کې مهم رول لوبولى او د همدې له امله ېې شهرت درلود.

ولسمشر بارک اوباما ښاغلی هولبروک د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې یوه وتلې څېره بللې ده:

''ریچرد هولبرو نژدې ۵۰ کاله دغه ملت ته په څرګنده توګه خدمت کړی. هغه د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې یوه وتلې سیاسي څېره وه. هر چا چې له هغه سره کار کړی او د خبرو د میز ترشا ورسره ناست دی، پوهېږي چې هغه هوډمن و. هغه داسې سړی و چې کله هم ارام نه کېناست؛ ځکه په دې اند و چې که فکر وکړو او د ملي ګټو پر بنسټ عمل وکړو، پرمختګ شونی دی، جګړه به پای ته ورسېږي او سوله به ټینګه شي.''

د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون د نړۍ یو شمیر مشرانو د ښاغلي هالبروګ پر مړینه ژور خفګان ښودلی دی.

د ولسمشر ویاند وحید عمر په دې اړه وایي:''نن سهار کله چې ولسمشر واوریدل چې استازی ریچرد هولبروک مړ شوی، ډېر خواشینی شو. په هغه ویناپاڼه کې چې د ولسمشرۍ له ماڼۍ خپره شوه ولسمشر ریچرډ هولبروک د تجربې خاوند او یو پخوانی ډیپلمات بللی دی چې د امریکا حکومت او خلکو ته یې غوره خدمتونه ترسره کړي.''

هولبروک ومړ

د امریکا متحدو ايالاتو يو تر ټولو تجربه کاره او وياړلی ديپلومات ريچرډ هولبروک د خپل عمر په ۶۹ کلنۍ سا ورکړه.

Image caption "ولسمشر اوباما ښاغلى هولبروک يوه بې سارې څېره بللې"

ښاغلی هولبروک په ډېرو نژدې وختونو کې په افغانستان او پاکستان کې پر خپله دنده پېژندل کېده، چې دغو دواړو هېوادونو ته يې د ولسمشر اوباما استازيتوب کاوه.

دی څو ورځې مخکې په بهرنيو چارو وزارت کې د کار په مهال ناڅاپه ولوېد، بيا روغتون ته ولېږدول شو، او د زړه عمليات يې وشول.

په مسلک ديپلومات او په ګوند د عمر ديموکرات، ښاغلی هولبروک به په ۱۹۹۵ کال کې د (ډېټن) سولې تړون کې په خپل رول يادېږي، چې په بوسنيا کې يې جګړه پای ته ورسوله.

ولسمشر بارک اوباما ښاغلی هولبروک يوه بې سارې څېره بللی چې د امريکا د بهرنۍ تګلارې له سترو کسانو شمېرل کېده.

ده وويل نوموړي امريکا لپاره نژدې ۵۰ کاله خدمت کړی، چې نړۍ په يو خوندی ځای بدله شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هېلاري کلنټن وويل امريکا يو تر ټولو د کلک هوډ څښتن اتل له لاسه ورکړی، چې د امريکا تاريخ د بڼې په جوړولو کې ونډه درلوده.

د سولې ځانګړی استازی

د سولې مرکچي او د ستونزو وتلى هوارونکى، ريچارډ هولبروک د امريکا څو ولسمشرانو لپاره د ځانگړي استازي په توگه دنده ترسره کړې وه.

دی ښايي د باراک اوباما لپاره د امريکا تر ټولو ستونزمنې بهرنۍ تگلاره کې افغانستان او پاکستان لپاره ځانگړى استازى و.

Image caption ريچارډ هولبروک له مولانا فضل الرحمان سره د خبرو په مهال

دی په کابل کې يوه پېژندل شوې څېره وه، چې په يوه بې پايه گرځنده ديپلوماسۍ کې ښکېل وو.

د خلکو په وړاندې تود روغبړ او له احتياط ډک چلن سره سره ريچارډ هولبروک د پردې تر شا په خپلو غوڅو خبرو مشهور و.

له اسيا سره تړاو د ده پر دېپلوماتيک ژوند باندې راغونډه و.

ده خپل ديپلوماتيک ژوند د ويتنام چارو يوۀ کارپوه په توگه د پاريس سولې خبرو کې پيل کړى و.

دغه خبرې بيا د ويتنام جگړې په پاى تمامې شوې.

خو دا په اروپا کې د نوموړي رول و، چې شهرت يې ورسره هسک شو. ښاغلي هولبروک دلته د بوسنيا جگړې پاى ته رسونه کې مهمه ونډه درلوده.

Image caption ريچارډ هولبروک په پاکستان کې سېلاب ځپلو ته د مرستو رسونې هلې ځلې هم کولې.

ده هغه مهال د امريکا په (ډېټن) کې د جگړې ټول اړخونه دې ته اړ کړي وو چې خبرو ته کښيني.

هېڅکله يې هم له دې ويره نه درلوده چې هواري په لور خپله لاره جوړه کړي هغه سربان کرواتان بوسنايان ټول په ۱۹۹۵ کال کې تړون ته چمتو کړل.

څو څو ځله د ده په اړه ويل شوي وو چې د بهرنېو چارو وزير به وي، خو دا چې انتخاب نه شو کېدى شي چې نوموړى تل په خبرو کې ډير مخامخ دريځ نيونکى وو.

ده د ولسمشر کارتر، کلنټن او اوباما په حکومتونو کې کار کړى و او تل په ځيرکه ارزونه ستايل کېده.

دی به تل د يو ژمن ديپلومات په توگه يادېږي، د يوه داسې دېپلومات په توگه چې هېڅکله هم سختو ننګونو په شا شوى نه وو.