د ویکیلیکس پروړاندې 'اوپنلیکس' وېبپاڼه جوړېږي

اوپنلیکس
Image caption د اوپنلیکس لومړۍ صفحه لکه څنګه چې ښکاري

د ویکیلیکس وېبپاڼې د بنسټګر جولیان اسانج مخکني مرستیال ژمنه کړې چې ډېر ژر به د ویکیلیکس پرځای د 'اوپنلیکس' وېبپاڼه پرانيزي، چې تر پخوانۍ هغې به ډېر شفافه وي.

دانیال دومشیټ - بیرګ ویلي چې دا وېبپاڼه به د هغه له خوا کنټرولېږي چې دا مهال پکې څه نه لیدل کېږي او یوازې نښان او یو لنډ پیغام پکې اېښودل شوي دي.

دومشیټ د خپلې دغې نوې وېبپاڼې په اړه له ډېرو جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده، او دا یې هم نه ده په ډاګه کړې، چې له ویکیلیکس سره یې ولې اختلافات رامنځ ته شوي، ویلي دي چې د ده کار به له ویکیلیکس څخه جلا وي.

د امریکا متحده ایالتونو د ویکیلیکس پر بنسټګر جولیان اسانج سختې نیوکې وکړې او څو څو ځلې یې ترې وغوښتل چې نور د امریکا د پوځ پټ اسناد خپاره نه کړي، خو هغه یې خبره ونه منله، او تېره اوونۍ یې په لندن کې پولیسو ته ځان تسلیم کړ.

دغه استرالیايي ۳۹ کلن وګړی دا مهال د لندن په سوېل وانډوورټ زندان کې پروت دی.

نړیوالو پولیسو یا 'انټرپول' له ښاغلي اسانج نه غوښتي ول، چې پرې د جنسي تېري د تورونو لپاره د دوی پوښتنو ته ځواب ووايي.

د اوپنلیکس بنسټګر دومشیټ بیرګ- چې په المان کې پرې له برېښنايي غلو سره د ملګرتیا تور دی- ویلي اوپنلیکس به خپلې ازميښتي خپرونې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې پيل کړي او بیا به د ویکیلیکس ځای ونیسي.

دا مهال په دې وېبپاڼه کې ۱۰ کسان کار کوي.

دومشيټ وايي: ''موږ اوسمهال د وېبپاڼې پر ډيزاین او د معلوماتو پر اوډون بوخت یو.''

ورته مطالب