په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کوټې بشري حقونه: وسله وال دې پوهنیز بهیر ته خنډ نه جوړوي

Image caption د بشري حقونو دغې څارګرې ډلې راپور له ښوونکو، زده کوونکو، د قربانيانو کورنيو او ملګريو او د بلوچستان له چارواکو سره پر مرکو ولاړ دی، چې د دغه بريدونو او هم يې په بلوچستان کې پر زده کړو او کيفيت يې د اغېز ارزونه کوي.

د 'هيومن رايټس واچ' په نامه بشري حقونو ټولنې په خپل راپور کې په بلوچستان کې له اورپکو غوښتنه کړې چې سمدلاسه دې د ښوونکو او نورو پوهنپالو له وژنې، ګواښنې او تنګونې لاس واخلي.

په دغه ۴۰ مخيز راپور کې داسې پېښې ثبت شوې چې د ۲۰۰۸ کال له جنورۍ نيولې بيا د ۲۰۱۰ کال تر اوکتوبر پورې په کې ۲۲ تنه ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي وژل شوي دي.

د بشري حقونو دغې څارګرې ډلې راپور له ښوونکو، زده کوونکو، د قربانيانو کورنيو او ملګريو او د بلوچستان له چارواکو سره پر مرکو ولاړ دی، چې د دغه بريدونو او هم يې په بلوچستان کې پر زده کړو او کيفيت يې د اغېز ارزونه کوي.

بلوچستان د بلوڅ وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ د تاوتريخوالي ليدونکی دی.

د ايوب ترين راپور