ایران: ځانمرګو بریدونو لسګونه کسان وژلي

ایران
Image caption د عبدالمالک ریګي تر اعدام وروسته جندالله دا ګواښ هم وکړ، چې د ایران د حکومت پرضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د ایران په سوېل لوېديح چابهار ښار کې دوو ځانمرګو بریدونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ایران خبري رسنیو ویلي، د لومړنیو ريپوټونو له مخې، په بریدونو کې لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

په ټپيانو او وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

جندالله

که څه هم تر دې دمه د دغو بریدونو پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې، خو په ایران کې د بي بي سي خبریال وايي ښايي دا چاودنې د ایران د سني "جندالله" ډلې لخوا شوې وي.

رپوټونه وايي بریدونه د چابهار ښار د امام حسین جومات بهر شوي، چې غالباً هلته شیعه ایرانیان د عاشورا ورځ لمانځي.

چابهار ښار له پاکستان سره پر پوله نزدې ساحلي ښار دی، چې شیعه او سني وګړي پکې مېشت دي.

د ویلو ده چې په دې سیمه کې د "جندالله" سني ایرانۍ سخت دریځې ډلې فعالیت ډېر دی.

دغه ډله ادعا لري، چې ګني په ایران کې ورسره د مور او میرې چلند کېږي او ګڼ مشران یې ایران په یو او بل نامه ور وژلي دي.

د ایران خبري رسنیو په دغه هېواد کې د سره صلیب د کومېټې د یوه چارواکي محمد مظفر له خولې ویلي، دغه ډله تر یوه مرګوني ګواښ وروسته په تېرو څو ورځو کې د تیارسۍ په حالت کې وه.

د سیستان بلوچستان ولایت په تېره جولای میاشت کې هم د ورته دوو بریدونو شاهد و، چې لږترلږه ۲۷ کسان پکې وژل شوي ول.

د "جندالله" ډلې د هغه وخت بریدونو پړه پرغاړه اخیستې وه، او ویلي يې ول، چې دا بریدونه یې د خپل اعدام شوي مشر عبدالمالک ریګي د غچ اخیستو په موخه کړي.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د جندالله ډلې وېبپاڼې یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې د ښاغلي ریګي پرځای یې محمد ظاهر بلوڅ ټاکلی دی.

د عبدالمالک ریګي تر اعدام وروسته جندالله دا ګواښ هم وکړ، چې د ایران د حکومت پرضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

Image caption د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت "جندالله" ډله تېره میاشت د ترهګرو ډلو په لېست کې راوسته.

ایرانی چارواکي وايي دغه ډله د پاکستان له خاورې څخه اداره کېږي، چې د لوېديځو هېوادونو او په تېره بیا د امریکا ملاتړ هم ورسره دی.

خو دغې ډلې او واشنګټن د ایران دغه تورونه په وار، وار رد کړي دي.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت "جندالله" ډله تېره میاشت د ترهګرو ډلو په لېست کې راوسته.

د ویلو ده چې د ایران سیستان – بلوچستان په چابهار سیمه کې چې ایران، پاکستان او افغانستان سره نښلوي، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي هم ډېر فعالیت لري.