یکیلیکس: عمرالبشیر میلیاردونه ډالر غلا کړي

ښاغلی البشیر
Image caption په لندن کې د سوډان د سفارت ویاند خالد المبارک دغه ادعاوې رد کړې چې په وینا یې د سوډان د حکومت د بدنامولو لپاره دا د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې یوه بله دسیسه کېدای شي.

د ويکيليکس له لوري د امريکا د حکومت د خپرو شويو اسنادو له ډلې څخه په يوه کې ادعا شوې چې د سوډان ولسمشر عمر البشير ښايي نهه ميليارده ډالره له خپل هېواده غلا کړي او د لندن په لايډز بانک کې يې اېښي وي .

په دغه سند کې د امريکايي مامور له خولې ويل شوي د جرايمو د نړيوالې محکمې څارنوال د پيسو د غونډلو دغه مسله د عمر البشير د نيولو له امر څخه وروسته له امريکايي چارواکو سره څېړلې ده .

امريکايي چارواکي وايي که د پيسو د شتون مساله په ډاگه شي، ښايي د عمر البشير په اړه د سوډ‌انيانو نظرونه هم بدل شي.

د سوډان د حکومت يوه وياند دغه ادعا رد کړې او لايډز بانک هم ويلي له دوی سره د البشير کوم حساب نشته.

دغه بانک ویلي "له موږ سره د لویډز او البشیر په نامه هېڅ کوم بانکي حساب نشته. په ټوله نړۍ کې موږ خپلې بانکي څانګې لرو، چې قانوني اجرآت کوي."

"خندوونکې" ادعاوې

په لندن کې د سوډان د سفارت ویاند خالد المبارک دغه ادعاوې رد کړې چې په وینا یې د سوډان د حکومت د بدنامولو لپاره دا د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې یوه بله دسیسه کېدای شي.

ښاغلي المبارک ګارډین ته ویلي "دا ادعا چې ګني ولسمشر البشیر د مالیې وزارت په خپل واک کې راوستی، پیسې یې ترې رایستلې او په کوم خاص ځای کې یې ځای پرځای کړې دي، د خندا وړ او بابیزه خبرې دي."

نوموړی زیاتوي "اوکامبو داسې سړی دی، چې له چوکاټه بهر خبرې کوي، چې دغه ادعاوې د هغه د سیاسي موخو یوه برخه ده. هغه په عراق او غزه کې هم خپلې پلټنې ترسره نه کړې او پاتې پکې راغی."