امريکا: يو ډاکټر افغانستان ته د نه تلو له امله ګرم بلل شوی

تورنجنرال تیرینس لاکین
Image caption تورنجنرال تیرینس لاکین د بارک اوباما په امریکایي والي شک لري.

د امریکا یوې پوځي محکمې هغه امریکایی پوځي ډاکټر، چې په افغانستان کې یې څه موده خدمت کړی، له دې امله ګرم پېژندلی، چې ګني په افغانستان کې ماموریت ته دوام نه ورکوي او د ولسمشر بارک اوباما د مشرۍ په اړه یې شک ښودلی.

تورنجنرال تیرینس لاکین په دې اند دی چې ولسمشر بارک اوباما په متحده ایالتونو کې نه دی زیږېدلی، او د امریکا د ولسمشرۍ لپاره مهم شرط همدا دی چې بايد ولسمشر امریکا الاصله وي.

پوځي محکمې تورنجنرال له قانون څخه په سرغړونه ګرم بللی او بل دا چې افغانستان ته له سفر څخه یې ځان ګوښه کړی دی.

د امریکا د پوځ یو ویاند جنرال رابرټ مانینګ وايي، جنرال لاکین دا مهال په درې نیم کاله زندان محکوم شوی، او له پوځي دندې به ګوښه کېږي.

که څه هم ځينې امریکایان وايي چې بارک اوباما د امریکا ولسمشرۍ ته وړ کس نه دی، خو داسې ثبوتونه شته، چې ګني هغه په هاوای ایالت کې زیږېدلی دی.