مولن: که پاکستان وغواړي د اورپکو خوندي پټنځایونه تړلی شي

ښاغلی مولن
Image caption ښاغلي مولن وويل تردې مهاله چې پاکستان په دې برخه کې کوم گامونه اخستي دي دوى ترې خوښ دي خو وايي پاکستان ان دا هم کولاى شي چې د اورپکو خوندي پټنځيونه وتړي

د امريکې د متحدو ايالتونو د سمندري ځواکونو مشر ويلي دي پاکستان کولاى شي چې په خپله خاوره کې د اورپکو اډې له منځه يوسي.

ښاغلي مولن د افغانستان لپاره د امريکې د ستراتيژۍ تر ارزونې وروسته په کابل کې ويلي دي چې د اورپکو ددغو اډو د متحدو ايالتونو او د هغو د نړيوالو ملگرو صبر پاى ته رسولى دى.

د افغانستان لپاره د امريکې د ستراتيژۍ تر ارزولو وروسته د متحدو ايالتونو د سمندري ځواکونو مشر وويل د ستراتيژۍ بيا کتنه جوتوي چې په پاکستان کې د اورپکو د خوندي پټنځيونو ختمول ددغه هېواد لا ډېرې همکارۍ ته اړتيا لري.

د امريکې د سمندري ځواکونو مشر مايک مولن وويل له دغو اډو چې د پاکستان خلک اوددغه هيواد بنسټونه له کومو گواښونو سره مخامخ کړي دي، د ياد شوي هېواد ملکي او پوځي چارواکي پرې ښه پوهېږي.

ښاغلي مولن وويل تردې مهاله چې پاکستان په دې برخه کې کوم گامونه اخیستي دي دوى ترې خوښ دي، خو وايي پاکستان ان دا هم کولاى شي چې د اورپکو خوندي پټنځيونه وتړي:

''که وغواړم چې په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان د پوځي کړنو د ارزونې لپاره ځينې وسايل وکاروم، نو وبه وايم په غوڅه توگه دا فکر کوم چې د پاکستان پوځ دې موخې ته د رسيدو توان لري او کولاى شي چې دغه خوندي اډې وتړي.''

خو افغان چارواکي د اسلام اباد هڅو ته د شک په سترگه گوري، د افغانستان ارگ وايي که په پاکستان کې د اورپکو خوندي ځالې ورانې شي، نو په افغانستان، پاکستان، سيمه او ان نړۍ کې د ترهگرۍ گواښونه ورک شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوۀ تن وياند سيامک هروي بي بي سي ته وويل چې د پاکستان په حکومت کې ځينې کړۍ نه يوازې دا چې ترهگرۍ ضد جگړې ته لېواله نه دي، بلکې ملاتړ يې کوي:

''د پاکستان په حکومت کې او په ځانگړي ډول په اى، اېس، اى او نورو تندلارو ډلو کې چې د پاکستان د حکومت برخې دي ځينې کړۍ، سربېره پر دې چې ترهگرۍ ضد مبارزې ته لېوالتيا نه لري، بلکې ترهگري پياوړى کوي يانې هم يې مالي ملاتړ کوي او هم معنوي.''

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ايالتونو د سمندري ځواکونو د مشر په وينا امريکې د باور جوړېدا په موخه نوې مرستې کړي او د ځانگړو عملياتو ځينې پوځي روزونکي يې روزلي دي.

ښاغلي مولن وويل چې پاکستان له ډېرېدونکي فشار سره مخ و او ددغه هېواد پوځ پر دې توانېدلى دى چې په ځينو قبايلي سيمو کې دښمن وځپي.

د افغانستان په جگړه کې د پاکستان رول پام وړ بلل کېږي له همدې کبله متحده ايالتونه دغه هېواد ته د ترهگرۍ ضد جگړې په ترڅ کې د خپلې ستراتيژۍ د يوې برخې په توگه گوري.

له همدې کبله سپينه ماڼۍ پاکستان ته په کال کې نژدې يو ميليارد ډالره مرسته ورکوي چې د ترهگرۍ پر وړاندې روانه جگړه په برياليتوب سره پر مخ بوځي، خو دا چې لا هم په دغه هېواد کې د اورپکو خوندي ځالې شته نو متحدو ايالتونو هم د خپلې سراتيژۍ د ارزونې په ترڅ کې دغه خوندي اډې افغان او ايتلافي ځواکونو ته لوى گواښ بللى دى.