ایران له برتانیا سره د اړیکو غوڅولو ته لاره هواروي

په لندن کې د ایران سفارت
Image caption د لندن او تهران ترمنځ اړيکي په ایران کې د ۲۰۰۹ کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته ډېر ترینګلي شول.

د ایران پارلمان پر یوې داسې مسودې هوکړه کړې، چې له برتانیا سره خپل ديپلوماتیک اړیکي غوڅ کړي.

له ایران څخه ريپوټونه وايي چې د پارلمان د بهرني سياست او د ملي امنیت د جرګه ګۍ مشر محمد کري راد ویلي دا پرېکړه د تېرې یکشنبې پر ورځ د پارلمان په عمومي غونډه کې پاس شوه.

د قانون له مخې دغه مسوده اوس د پارلمان او د اساسي قانون د جرګې موافقې ته اړتیا لري.

کرمي ویلي، که چېرې دواړې جرګه ګۍ دغه مسوده ومني، نو تهران به له برتانیا سره خپل ديپلومات، کولتوري او اقتصادي اړيکي پرې کړي.

تهران تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د برتانیا سفیر ورغوښتی و، او د هغو څرګندونو د سپيناوي په اړه پوښتنې ګروېږنې ترې کړې وې، چې په ایران کې یې د بشري حقونو په اړه کړې وې.

ایران برتانیا تورنوي چې ګني د حکومت ضد ټلوالې ملاتړ کوي او د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو تر پایلو وروسته یې په لاریونونو کې خلک اړدوړ جوړولو ته هڅول.

خو لندن بیا د تهران دا ټول تورونه بابیزه خبرې بولي.

ورته مطالب