یو مصری دوه اسراییليان د 'جاسوسۍ' په تور محاکمه کېږي

سیناء
Image caption مصر په عربي نړۍ کې لومړنی هېواد و، چې په ۱۹۷۹ کال کې یې له اسراییلو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، خو لاهم د دواړو ګاونډیو (مصر او اسراییلو) ترمنځ اړیکي خړپړ دي.

مصري چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې یې دوه اسراييلیان او یو مصری سوداګر اسراییلو ته د جاسوسۍ او له سیناء بندر څخه د سیلانیانو د تښتولو په تور محاکمه کېږي.

د مصر یوه څارنوال هشام بدوي ویلي د درو وړو نومونه یې محکمې ته حواله کړي دي.

په قاهره کې د بي بي سي خبریال خالد عز العرب وايي، مصري چارواکو په قاهره کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په تورنو کسانو کې یو مصری سوداګر دی، چې د اسراییلو د ګټو او جاسوسۍ او د مصر د ملي امنیت پرخلاف یې فعالیت کاوه.

چارواکو دا هم ویلي چې دغه کس د اسراییلو د استخباراتو د ګټې لپاره غوښتل چې د سوریې او لبنان ځینې جاسوسان په مصر کې فعالیت ته وهڅوي.

د مصري چارواکو په خبره، مصری تورن کس اوسمهال په توقیف کې دی، خو دوه تورن اسراییلي وګړي بیا له مصر څخه پښې سپکې کړې دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د مصر د یوه امنیتي چارواکي له خولې لیکي، څلور مصري وګړي اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.

دغه چارواکي دا هم ویلي چې دغو شکمنو کسانو په مصر، برتانیا، اسراییلو او غزه کې د چارواکو د خبرو د ثبتولو لپاره ځایونه جوړ کړي ول، او د هغو چينايي او جاپاني سیلانیانو په اړه یې معلومات راټولول، چې د مصر سيناء ټاپو ته د سیل لپاره ورتلل.

دغه مصري چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه شوې، ویل نیول شوو کسانو د اسراییلو افسرانو ته په مصر کې د بهرنیو سیلانیانو د تښتولو د پلان په اړه ضروري معلومات ورکړي دي.

په قدس کې د بي بي سي خبریال احمد البديري وايي، د اسراییلو حکومت په رسمي توګه د مصري چارواکو دا تور غندلی، چې ګني دغو کسانو اسراییلو ته جاسوسي کوله.

مصري څارنوال هشام بدوي ویلي مصری تورن ۳۷ کلن طارق عبدالرازق حسین حسان د صادراتي او وارداتي توکو یو خصوصي شرکت هم لري، چې په تېره اګست میاشت کې ونیول شو.

Image caption د روان کال په لومړیو کې د لبنان د ګرځنده تیلې فون د یوه خصوصي شرکت (الفا) مشر شرحبیل قاضي هم اسراییلو ته په جاسوسۍ تورن شوی و.

پر ښاغلي حسان تور دی، چې له اسراییلو څخه یې د جاسوسۍ په بدل کې پیسې ترلاسه کړې، چې په مصري مخابراتو کې د جاسوسۍ لپاره نور کسان وګماري.

د روان کال په لومړیو کې د لبنان د ګرځنده تیلې فون د یوه خصوصي شرکت (الفا) مشر شرحبیل قاضي هم اسراییلو ته په جاسوسۍ تورن شوی و.

مصر په عربي نړۍ کې لومړنی هېواد و، چې په ۱۹۷۹ کال کې یې له اسراییلو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، خو لاهم د دواړو ګاونډیو (مصر او اسراییلو) ترمنځ اړیکي خړپړ دي.

ورته مطالب