پاریس: کاپیسا کې د تښتول شوو خبریالانو د خوشي کولو هڅې کوو

تښتول شوي فرانسوي خبریالان
Image caption د ۲۰۰۹ کال په دسمبر میاشت کې په افغانستان کې دوه فرانسوي خبریالان چې د فرانسې ''فرانس ۳'' تلوېزیوني چینل لپاره یې څېړنیز رپوټ کاوه، په کاپیسا ولایت کې تری تم شول.

د فرانسې حکومت ویلي چې په افغانستان کې یې د تښتول شوو فرانسوي خبریالانو د راخوشي کولو هڅو ته دوام ورکړی دی.

په یوه وېدیو کې چې په تېره نومبر میاشت کې خپره شوې، دواړه خبریالان راڅرګند شوي ول.

وړاندې د تېرې دوشنبې په ماښام فرانسوی چارواکو ویلي ول، د تښتول شوو هر یوه ''هېرفېه جیسکییر'' او ''سټيفن تابونییې'' وېډیو په لاس کې لري، چې د فرانسې ''فرانس ۳'' تلوېزیوني چینل ورکړې وه.

د حکومت رسمي ویاند فرانسوا باروان وویل: "د وېدیو د ريښتیاوالي په اړه پلټنه کوو، چې د نومبر تر میاشتې پورې تړاو لري، دواړه تښتول شوي روغ رمټ پکې ښکاري."

نوموړی زیاتوي "د تښتول شوو د خوشي کولو هڅې له تېر کابو یوه کال راهیسې دوام لري، خو دا اوس نه شم ویلی چې تښتوونکو څه شرطونه وړاندې کړي او دا پروسه باید څرنګه مخته ولاړه شي."

د ۲۰۰۹ کال په دسمبر میاشت کې په افغانستان کې دوه فرانسوي خبریالان چې د فرانسې ''فرانس ۳'' تلوېزیوني چینل لپاره یې څېړنیز رپوټ کاوه، په کاپیسا ولایت کې تری تم شول.

په کاپیسا کې زیاتره فرانسوي او ناټو ځواکونه مېشت دي.

د فرانسې د پوځ لوی درستيز ادوار جییو د تېرې سپتمبر پر ۲۴مه ویلي ول، چې "داسې تمه کېږي" چې تر کریسمس وړاندې به دغه تښتول شوي فرانسویان راخوشي شي.

خو ولسمشر نیکولا سارکوزي بیا د پارلمان یوې جرګه ګۍ ته ویلي ول، چې د خبریالانو د راخوشي کېدا نېټه ورته معلومه نه ده.

ورته مطالب