ایران: په کرمان کې زلزلې اووه کسان مړه کړل

د کرمام د 'بم' ښار
Image caption د زلزلې مرکز د کرمان ولایت د 'بم' په ښارکې و.

د ایران په سوېل ختیځ کې یوې زلزلې چې د شدت درجه یې د ریختر په حساب ۶،۵ وه، څوکلي ړنګ کړي او اووه کسان یې مړه کړي دي.

د زلزلې مرکز د کرمان ولایت د 'بم' په ښارکې و.

ژغورونکې ډلې غرنیو سیمو ته استول شوې دي.

زلزله تېره شپه ناوخته شوې ده.

د ایران 'مهر' خبري اژانس د کرمام د والي اسماعیل نجار له خولې ویلي "تر دې مهاله لاهم په ړنګو شوو کلیو کې پلټنې روانې دي، چې تر اوسه پکې سلګونه ټپيان او اووه وژل شوي ثبت شوي دي."

نجار زیاتوي چې دغو غرنیو کلیوالو سیمو ته ورتګ ستونزمن دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکي چې زلزلې په سیمه کې یو شمېر کلي سخت ویجاړ کړي دي.

ایراني رسنیو ویلي، د 'حسین اباد' ښار په دغو زلزلو کې سخت زیانمن شوی دی.

د کرمان والي بیا وايي چې "زیانونو ته په کتو سره داسې اټکل کېږي چې د مړو شو وکسانو شمېر به نور هم ډېر شي."

بل خوا په کرمان کې د طبيعي افتونو رییس محسن صالحي ویلي چې په سیمه کې مخابراتي شبکې له کاره لوېدلې دي.

ورته مطالب