د صدام په وینو لیکل شوی قرآن، په عراق کې یو بل جنجال

ویل کېږي چې د عراق د مخکني ولسمشر صدام حسین په وینو لیکل شوی دی، خو دا هم ویل کېږي چې د لیکلو لپاره یې له یوې نرسې او یوه خطاط څخه د دوو کلونو په اوږدو کې وینه ایستل شوې ده.

Image caption ویل کېږي چې د قرآن دغه نسخه د صدام حسین په ۲۷ لیتره وینه لیکل شوې ده.

دا مساله د قرآن شریف پر هغې نسخې پورې اړه لري، چې ویل کېږي د صدام حسین په وینو لیکل شوې، چې د دې کار د ترسره کولو نژدې لپاره ۲۷ لیتره وینې ته اړتیا وه.

خو په ۲۰۰۳ کال کې عراق د امریکايي ځواکونو لاسونو ته تر لوېدا وروسته یعنې اته کاله مخکې، دغه نسخه د خلکو له نظره پټه او تر څو خونو د ننه بنده پاتې وه، او دا پته چا ته نه وه چې د عراق اوسني چارواکي به څه ورسره کوي.

ویل کېږي چې د صدام حسین په وینه د قرآن ټول ۱۱۴ سورتونه لیکل شوي، چې د پلازمېنې بغداد په "ام المعارک" یعنې د جګړو مور په جومات کې د درو کلونو لپاره دغه نسخه ساتل شوې.

اوس د عراق اوسني چارواکي هڅه کوي چې د پخواني ولسمشر صدام حسین او د هغه د واکمن بعث ګوند، چې شاوخوا ۳۵ کاله یې واکمني وکړه، ټول یادونه او میراث له منځه یوسي.

خاص حساسیت

د برتانیا ګارډین ورځپاڼه چې دې موضوع ته یې کتنه کړې، لیکي چې د عراق اوسنی حکومت چې تر ډېره شیعه پکې واکمنان دي، د بعث ګوند د میراث له منځه وړلو له ستونزې سره مخامخ دی.

ورځپاڼه دا هم وايي د عراق شیعه وګړي، چې د حکومت له غچ اخیستو وېره لري، د صدام حسین د خزانې دروازه یې پرانیستې او د قرآن دغه نسخه یې ترې رایستلې ده.

ورځپاڼه په عراق کې د یوه سني ملا شیخ احمد السامرائي له خولې ليکي "صدام تېروتنه کړې، چې دا کار (په وینه د قرآن لیکل) له دیني اړخه حرام دی."

خو السامرائي زیاتوي چې صدام د قرآن دا نسخه د چور چپاول، لوټ او ګډوډۍ په شپو ورځو کې چې بغداد سقوط ته نژدې شوی و، لیکل شوې ده، چې هغه (صدام) دغه نسخه په خپل کور کې پټه کړې وه.

نورې نښې

ورځپاڼه دا هم وايي چې حکومت د پخواني رژيم ځينې نور یادګاري څيزونه، لکه د صدام مجسمه هم د ۲۰۰۳ کال په اپریل میاشت کې د امریکايي ټانکونو په مټ ړنګه کړه.

خو د بغداد تر سقوط وروسته څلورم حکومتي تشکیل په دې لړ کې لا ډېرو پېچلو او مهمو موضوع ګانو ته پام اړولی، هلته د بغداد په زړه د جشن نیولو د مراسمو په ځای کې د صدام لخوا د دوو لویو تورو څلی هم شته.

ورځپاڼه کاږي، د احمد الجلبي په څېر د عراق هغه مخکښې سیاسي څېرې چې له صدام سره ښکر په ښکر وې، غواړي چې د پخواني نظام نوم او نښان له منځه یوسي.

خو هغه کس چې د صدام حسین د واکمنۍ په راپرځولو کې یې ډېره ونډه واخیسته، د ملي امنیت پخوانی سلاکار موفق الربيعي و، چې ان د صدام حسین د ژوند تر وروستیو شېبو او د اعدام تر رسۍ پورې ورسره ملګری و.

د تاریخ برخه

ګارډین ورځپاڼه د ښاغلي الربيعي د خولې قول کوي، چې "که څه هم دا د صدام تر واکمنۍ پورې اړه لري، خو دا د عراق د تاریخ یوه برخه ده، دا سمه ده چې دا یوه ناوړه برخه ده، موږ باید خپل پخوانی میراث تر خاورو لاندې نه کړو، بلکې عبرت او پند ترې واخلو، او عراق ته بېرته د دیکاتوري نظام د راتګ مخه ونیسو. "

Image caption د صدام حسین د واکمنۍ له نښو څخه یوه هم د بغداد په زړه کې دوې لویې تورې دي.

په ۲۰۰۵ کې دعراق حکومت د صدام حسین د واکمنۍ د اړوندو نښو د له منځه وړلو لپاره یوه جرګه ګۍ وټاکله.

د لومړي وزیر نوري المالکي ویاند علي الموسوي وايي، "هر هغه څه چې پخواني نظام جوړ کړي، ضرور نه ده چې ړنګ شي، ځینې داسې مجسمې شته چې د دیکتاتوري نظام، جګړو او وژنو نښې پکې لیدل کېږي، ځینې یې نژادي او توکمیزو توپيرونو ته لمن وهي، چې باید له منځه ولاړې شي."

د صدام په وینو د لیکل شوې قرآني نسخې په اړه الموسوي وايي چې هغه باید وساتل شي "ځکه چې دا د صدام حسین د ناوړه کړنو یو هنښه ده، هېڅ عراقی د هغې لیدل نه غواړي، ښايي په راتلونکې کې هغه په موزیم کې وساتل شي، چې دا کار د هلتر او ستالین د واکمنۍ پرمهال د جوړو شوو توکو لپاره شوی دی."

ورته مطالب