روسۍ جاسوسه د واکمن ګوند د ځوانانو پر يوه جګ پوړې دنده

انا چاپمن
Image caption (انا چاپمن) چې په (انا کوشچېنکو) هم مشهوره ده، د يوه روسي ديپلومات لور ده.

د جاسوسۍ بيه لکه څنګه چې يې فلمونه، ناولونه يا ان ځينې تاريخي واقعيتونه څرګندوي تل مرګ، جلا وطني او زندان نه وي، بلکې که څوک ترې روغ ووځي نو بيا په کې مزې هم وي.

د روسيې جاسوسه (انا چاپمن) چې تېر اوړی له امريکا نه ايستل شوې وه، د روسيې د واکمن ګوند د ځوانانو په څانګه کې پر يوه جګ پوړې دنده ګومارل شوې ده.

اغلې (چاپمن) د (مولوډايا ګوارډييا) يا (ځوان ساتندويان) څانګې په عامه شورا کې دندې ته غوره شوې ده.

دغې ځلېدلې پخوانۍ جاسوسې د جاسوسۍ يوې کړۍ مرکزي برخه جوړوله، چې په تېر جون کې د امريکايي چارواکيو له خوا وموندل شوه.

د دغې کړۍ لس واړه جاسوسان بيا د امريکايي جاسوسانو په بدل کې چې روسيې نيولی وو، تبادله شول.

اغلې (چاپمن) د ځوانانو پلاويو ته په وينا کې چې د روسيې پر ټلوزيون خپرېده، پر خلکو غږ وکړ چې د ژوند په اړه لا مثبت نظر خپل کړي.

دې وويل: ((موږ له خپلو ځانونو په پيل سره بايد راتلونکی بدل کړو. که زموږ هر يو خوشاله وي کېدی شي يو ګټور او نوی کار وکړو)).

(انا چاپمن) چې په (انا کوشچېنکو) هم مشهوره ده، د يوه روسي ديپلومات لور ده.

روسيې ته له ستنېدو راهيسې دا څو ځله د خبرونو پر سرليکونو وه او پر رسنيو يې ستوری ځلېدلی دی. د روسيې نارينه وو پر يوې مجلې يې پاروونکي انځورونه خپاره شوي، او په قزاقستان کې د (سويوز) فضايي بېړۍ توغولو په مهال دغه مرکز ته هم ورغلې وه.

Image caption د روسيې نارينه وو پر يوې مجلې د اغلې چاپمن پاروونکي انځورونه خپاره شوي دي

دې له لومړي وزير (ولاډمير پوټين) سره هم کتلي، او د يو اداري شرکت استازيتوب هم کوي.

د دې په ګډون دغو لسو جاسوسانو په تېر اکتوبر کې په کرملېن کې د مراسمو په مهال د ولسمشر (ډمټري مېډوېډېف) له خوا د دولتي وياړ مډالونه ترلاسه کړل.

(مولوډايا ګوارډييا) چې ريښې يې د پخواني شوروي اتحاد د (کومسومول) ځوانانو ډلو ته غځېږي، د ۱۹۹۰ کلونو په وروستيو کې د ښاغلي پوټين په مشرۍ يو ځل بيا راژوندۍ شوه.

ورته مطالب