اوباما د باجوړ برید ټول انسانیت ته 'سپکاوی' وبالۀ

باجوړ کډوال
Image caption رپوټونه وايي ځانوژونکي د بې ځایه شوو کسانو په کتار کې ځان وچووه.

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د باجوړ هغه ځانمرګی برید غندلی، چې پکې لږترلږه ۴۴ کسان ووژل شول او لسګونه نور پکې ټپیان شول.

ښاغلی اوباما وایي دا برید 'ټول انسانیت ته سپکاوی دی.'

تېره ورځ د باجوړ په 'خار' ښار کې یوې ښځينه ځانوژونکې د خوړو د نړیوال سازمان د خوړو وېشلو په هغه ځای کې ځان وچووه، چې پر بې ځایه شوو کډوال یې خواړه وېشل.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له هاوای ایالت څخه په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې دا برید غندلی او دا یې د پاکستان ولس او ټول انسانیت سپکاوی بللی.

د برید په اړه معلومات

پاکستاني چارواکو ویلي په باجوړ کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۴۴ کسان وژلي او لګسونه نور یې ټپيان کړي دي.

برید د باجوړ په 'خار' ښار کې شوی دی.

رپوټونه وايي برید کوونکي د هغو شاوخوا ۱۰۰۰ بې کوره شوو کسانو په منځ کې ځان وچووه، چې د خوړو د ترلاسه کولو یوه مرکز ته کتار ولاړ ول.

پاکستاني چارواکي وايي ښايي د وژل شوو او ټپيانو شمېر تر دې هم ډېر شي.

د باجوړ بريد په اړه له پېښور د رحمان الله راپور او له رحيم الله يوسفزي سره مرکه دلته واوریء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په دې وروستیو کې افغان پولې ته څېرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعدې او تندلارو طالبانو لخوا بریدونه دېر شوي دي.

تر دې مهاله د ننني برید پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

د تېرې جمعې پر ورځ پاکستاني چارواکو ویلي ول، چې لږترلږه ۱۱ پاکستاني پوځيان او ۲۴ اورپکي وروسته له هغه ووژل شول، چې ۱۵۰ وسله والو طالبانو په مومندو ایجنسۍ کې پر پنځو سرحدو پوستو بریدونه وکړل.

Image caption د باجوړ په ځانمرګي بريد کې شاوخوا سل کسان ټپيان شوي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې په دې سیمه کې پوځي عملیات پيل شوي، خو د وسله والو بریدونه هم ورسره ډېر شوي دي.

د مومندو یوه چارواکي اجمل علي خان منلې چې د تېرې جمعې ورځې د طالبانو په بریدونو کې ۱۱ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

په مومندو ایجنسۍ کې د ځايي طالبانو ویاند سجاد مومند بي بي سي ته ویلي چې په دې بریدونو کې د دوی یوازې دوه جنګیالي وژل شوي.

دوی دا ادعا هم کړې، چې دوه پاکستاني پوځيان یې نیولي، او د شپږو نورو وژل شوو مړي یې له ځانه سره وړي دي.

مومند د پاکستان له اوو قبایلي سیمو یوه ده، چې په دې وروستیو کې د سختو وژنو او تاوتریخوالو شاهده ده.

د روانې میاشتې په لومړیو کې دوو ځانوژونکو د مومندو پر یوې حکومتي ودانۍ برید وکړ، چې لږترلږه ۴۳ کسان یې ووژل.

او په تېر جولای میاشت کې د مومندو په 'یکه غونډ' کلی کې دوو نورو ځانمرګو بریدونو قبایلي مشران په نښه کړل، چې تر ۱۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

Image caption په تېر جولای کې د پاکستان په مومندو ایجسنۍ کې یوه ځانوژونکي د قبایلي مشرانو په یوه غونډه کې ځان وچووه، چې تر ۱۰۰ ډېر کسان یې ووژل.

پر پاکستان د واشنګټن لخوا فشار دی، چې په شمالي وزیرستان او نورو قبايلي سیمو کې د اورپکو پرضد پراخه عملیات پیل کړي.

واشنګټن وايي له پاکستان څخه اورپکي د افغانستان خاورې ته اوړي او هلته پر مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو بریدونه کوي، خو پاکستان دا خبره نه مني.

ویل کېږي چې له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا له اسلامپالو سخت دريځو اورپکو سره په جګړه کې تر ۲۴۰۰ ډېر پاکستاني پوځيان وژل شوي.

پاکستان له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژيم ملاتړ کاوه، خو کله چې د هغوی رژيم د امریکا له بریدونو سره راوپرځېده، پاکستان د واشنګټن تر څنګ ودرېد.

د روانې میاشتې په لومړیو کې هم په مومندو ایجنسۍ کې یوه ځانوژونکي برید لږترلږه ۴۰ کسان ووژل.

ورته مطالب