لیبرمان: اسراییل به له ترکیې بښنه ونه غواړي

ښاغلی لیبرمان
Image caption لیبرمان وايي ''ترکیه باید له اسراییلو بښنه وغواړي، ځکه چې د ترهګرو ملاتړ یې کړی دی.''

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اویجدور لیبرمان وايي اسراییل به د هغو نهو ترکانو په وژلو بښنه ونه غواړي، چې غزې ته پرې د تګ پرمهال د اسراییلو لخوا برید وشو.

تېره ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلي ویلي ول، چې اسراییل باید د وژل شوو ترکانو په اړه بښنه وغواړي.

له اسراییلو سره جوړجاړی

د تېرې یکشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو وویل چې غواړي له اسرایلو سره جوړجاړی وکړي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه شوي اړیکي په مۍ میاشت کې وروسته له هغه ترینګلي شول چې اسرایيلي کومندویانو غزې ته پر تلونکو مرستندویه بېړیو برید وکړ او نهه تنه ترکان یې ووژل.

ترکیه لا هم ټینګار کوي چې اسراییل باید له دې کبله بښنه وغواړي او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

خو لیبرمان وايي ''ترکیه باید له اسراییلو بښنه وغواړي، ځکه چې د ترهګرو ملاتړ یې کړی دی.''

Image caption د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلي ویلي "ترکي وګړي په نړیوالو اوبو کې وژل شوي، هېڅ داسې څه نه شته چې دا حقیقت پټ کړي."

د اسراییلي حکومت مشر بنیامین نتنیاهو پخپله بیا د لیبرمان نظر ناسم بللی او ویلي دي چې د هغه نظر د اسراییلو د حکومت د نظر څرګندويي نه شي کولی.

اسراییل وايي ځانګړو ځواکونو یې د خپل ځان د دفاع په خاطر غزې ته پر روانه بېړۍ برید وکړ، او تل ابیب له انقرې سره ښه اړيکي لري.

د ویلو ده چې دواړه هېوادونه له ۱۵ کلونو راهیسې ښه اړيکي لري، چې د دواړو ترمنځ پوځي او سوداګريز تړونونه هم شته.

دواړه هېوادونه په دې وروستیو کې په جنیوا کې د اړیکو د تازه کولو په خاطر سره جرګه شوي ول.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلي ویلي "ترکي وګړي په نړیوالو اوبو کې وژل شوي، هېڅ داسې څه نه شته چې دا حقیقت پټ کړي."

نوموړی زیاتوي:"موږ د خپلو اړیکو د ښه والي لېواله یو او همدانرګه له خپلو حقونو دفاع کوو، له اسراییلو سره د خپلې ملګرتیا د دوام لپاره یوازېنۍ لاره دا ده چې هغوی له ترکیې بښنه وغواړي او د وژل شوو او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي."

Image caption اسراییلو په تېره مۍ میاشت کې پر 'ماوي مرمره' بېړۍ برید وکړ، چې د استانبول غصه یې راوپاروله.

تېره ورځ اسرايیلي سرتېرو او چورلکو هغه دوه فلسطینیان ووژل چې د دوی په وینا د غزې په جنوب کې یې د سرحدي سرتېرو ګزمې ته څېرمه د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو هڅه کوله.

دغه دوه کسان د 'اسلامي جهاد' په نوم د یوې ډلې غړي ول. تېره اوونۍ له غزې څخه د اسراییلو پر جنوبي سیمو ۳۰ توغندي وویشتل شول چې اسراییلو یې په هوایې بریدونو ځواب ورکړ.

ورته مطالب