په قبایلي سیمو کې د امریکا څارګرو الوتکو ۴۰ کسان وژلي

بې پیلوټه الوتکه
Image caption رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۰ کال له پیله تر اوسه د امریکا څارګرو بې پیلوټه الوتکو تر ۱۰۰ ډېر توغندیز بریدونه کړي.

په ٢٤ ساعتونو کې د افغانستان پولې ته څېرمه پرتو قبايلي سيمو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو ٥ بريدونو لږترلږه ۴۰ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.

که څه هم پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې زیاتره وژل شوي اورپکي دي، خو دا لا روښانه نه ده چې په حقیقت کې څوک پکې وژل شوي دي.

وروستۍ برید تېره شپه میرانشا ته څېرمه د ځايي طالبانو د یوه قومندان ګل بهادر د ملګرو پر استوګنځي شوی، چې په ترڅ کې یې اووه تنه وژل شوي.

شېبه وروسته پر دغه سیمه د امریکا څارګرې الوتکې یو بل توغندی وویشت، چې د ریپوټونو ترمخه ۱۲ کسان یې ووژل.

داسې ښکاري چې د نړیوالو ځواکونو لخوا د پاکستان په قبایلي سیمه بریدونه ډېر شوي.

رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۰ کال له پیله تر اوسه د امریکا څارګرو بې پیلوټه الوتکو تر ۱۰۰ ډېر توغندیز بریدونه کړي.

Image caption د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د پاکستاني وګړو غصه راپارولې ده.

که څه هم د دغو بریدونو مخه په وزیرستان کې د وسله والو طالبانو او هلته د حقاني شبکې د غړو له منځه وړل دي، خو ډېر ځلې په دې بریدونو کې ولسي وګړي هم په نښه شوي دي.

له دې سره پاکستاني وګړي غصه ښيي چې د هېواد چارواکي یې باید له امریکا نه په ټينګار د دغسې بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړي.

خو پاکستاني چارواکي او د پاکستان استخباراتي سازمان له امریکايي چارواکو سره په دغو بریدونو کې همغږي لري.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني تېره اوونۍ پارلمان ته په وینا کې وویل چې دا مهال په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پلان نه لري، خو د امریکا متحده ایالتونو په وار وار له پاکستانه په قبایلي سیمو کې د بریدونو د پيلولو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب