د ډاکې پوهنتون نجونو ته کراته ورښودل کېږي

بنګلديشي نجونې کراته کوي
Image caption اوس په پلازمېنه ډاکه کې نورې ښځینه محصلینې هم وايي غواړي د ځان ددفاع لپاره کاراته زده کړي له دې ډلې یوه یې وايي ''هر هغه کار چې نجونې خوندي کړي، ښه دی.''

د بنګلدېش په مرکز کې د پوهنتون ښځینه محصلینو ته کراته ورښودل کېږي چې د هلکانو له خوا د ځورولو په وخت کې له ځانه دفاع وکړي.

دا کار وروسته تر هغه کیږي چې په وروستیو میاشتو کې په بنګله دیش کې پر نجونو د جنسې تېریو پېښې زیاتې شوې دی.

په ۲۰۱۰ کال کې چې ایله دوه ورځې یې پاتي دي په دغه هېواد کې له ۲۰ نه ډېرو نجونو د جنسي تېریو او ځورېدنو له امله ځانونه وژلي دي.

د کراتې ښوونکي چې په کاراته کې تور کمربندونه لري وايي کارته به نه یوازې د نجونو له ځانه ددفاع ځواک پیاوړي کړي، بلکې ذهني قوت به یې هم ډیر کړي یعنې په دې معنا چې د ویرې احساس به نه کوي او پر ځان به باوري وي.

یو ښوونکي ټنجینا شرمان وايي هلکان دې باخبره وسي چې زما زده کوونکي ونه ځوروي کنه نو پایلې به یې ددوی په زیان وي.

دغه راز هغو نجونو چې اوس یې کاراته تر څه حده زده کړې وايي موږ به نه یوازې له ځانه دفاع کوو، بلکې د نورو نجونو چې هلکان یې ځوروي د هغوی دفاع به هم کوو.

په دې پوهنتون کې د کراتې تمرینونه د ورځې دوه ځلې کېږي او هر ځل د ۳۰ دقیقو لپاره وي.

په دې وروستیو کې د بنګلدېش د ښوونې او روزنې وزیر هم وویل چې پر سړکونو ښځینه محصلین خوندي نه دي او ان تر دې چې د هلکانو ځورونو له امله د ښځینو محصلینو امتحانونه هم څو ځلې ځنډېدلي دي.

اوس په پلازمېنه ډاکه کې نورې ښځینه محصلینې هم وايي غواړي د ځان ددفاع لپاره کاراته زده کړي له دې ډلې یوه یې وايي ''هر هغه کار چې نجونې خوندي کړي، ښه دی.''

ورته مطالب