وزيرستان: د څارګرو الوتکو بریدونو ۱۴ کسان وژلي

بې پيلوټه الوتکه
Image caption د شمېرو له مخې پر دغو سیمو امریکا په تېر یوه کال کې ۱۱۶ بریدونه وکړل.

پاکستاني چارواکو ویلي د امریکا بې پیلوټه الوتکې پر شمالي وزیرستان درې بریدونه کړي، چې په وینا یې لږترلږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ویل کېږي چې په وژل شوو کې زیاتره ځايي طالبان دي.

په شمالي وزیرستان کې یوه حکومتي چارواکي بي بي سي ته ویلي، نن ګهيځ وختي پر میر علي سیمه درې بریدونه وشول.

سرچینه وايي دغه سیمه افغان پولې ته په پنځو کیلومترۍ کې پرته ده، چې ودانۍ پکې لږې او د غرونو لړۍ پکې تېره شوې ده.

د دغه چارواکي په وینا، لومړي برید په ''منده خېلو'' کې د سخت دريځو یو ګاډی په نښه کړ، چې څلور کسان پکې ووژل شو او په بل برید کې ''غوړيشکي'' سیمه په نښه شوه، چې هلته د اورپکو یو مرکز هم و.

د بریدونو په اړه طالبانو تر دې مهاله هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

له پېښوره د رحمان الله راپور دلته واوریء

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تېره ورځ هم د وزیرستان پر غلام خان کلي ورته برید شوی و، چې اته وسله وال 'طالبان' پکې وژل شوي ول.

د امریکا متحده ایالتونو په تېر ۲۰۱۰ کال کې پر وزیرستان او قبایلي سیمو بریدونه زیات کړي ول.

د شمېرو له مخې پر دغو سیمو امریکا په تېر یوه کال کې ۱۱۶ بریدونه وکړل.

په وړم ۲۰۰۹ کال کې بیا امریکا هلته ۵۳ بریدونه کړي ول.

په تېر دسمبر میاشت کې ګڼو پاکستانیانو په اسلام اباد کې د پارلمان مخې ته د امریکايي بریدونو پرضد لاریون وکړ.

ورته مطالب