نن په تاريخ کې – د جنورۍ دويمه

ترکیه
Image caption ١٦٤٢ کال – د ترکيې راتلونکى سلطان څلورم محمد وزېږېد

١٦٤٢ کال – د ترکيې راتلونکى سلطان څلورم محمد وزېږېد

١٧٥٧ کال – برتانويانو کلکته ونيوله

١٩٠٥ کال – جاپاني ځواکونه پورت آرتور ته ننوتل

١٩١٩ کال – په آيرلنډ کې د برتانويانو خلاف پاڅون وشو

١٩٤٤ کال – لومړى ځل چورلکه په پوځي نښتو کې وکارېده

١٩٤٧ کال – مهماتماگاندي په ختيځ بنگال کې د سولې لاريون پيل کړ

١٩٥٨ کال – مشهور شوروي هنرمند ديمتري شستاکوويچ په نيويارک کې د پيانو دويم کنسرت ورکړ

١٩٥٩ کال – د کيوبا دکتاتور باتيستا د فيدل کاسټرو د ځواکونو تر فشار وروسته وتښتېد

١٩٦٠ کا ل - جان اېف کنېډي په ولسمشريزو ټاکنوکې د درېدو هوډ په ډاگه کړ

١٩٦٤ کال – ايوب خان د پاکستان ولسمشر شو

١٩٦٥ کال – مارتين لوترکينگ د تورپوستکو راى ورکوونکو د نوم ليکنې د حق لپاره مبارزه پيل کړه

١٩٨٠ کال – پر افغانستان د شوروي يرغل په سخت غبرگون کې ولسمشر جيمي کارتر له مسکو نه خپل سفير راوغوښت او د امريکا او شوروي ترمنځ يې د ديتانت (د ترينگلتيا د کمولو تگلاره) بنده کړه

١٩٩٥ کال – د سوماليا ولسمشر محمد صياد بارى په ٨٤ کلنۍ کې مړ شو

ورته مطالب