نن په تاريخ کې – د جنورۍ درېيمه

کيوبا
Image caption ١٩٦١ کال امريکا له کيوبا سره ډېپلماتيک اړيکي پرې کړل

١٧٧٧ کال – واشنگټن د پرېنسټن په جگړه کې برتانوي لښکرې ماتې کړې

١٨٥٢ کال – لومړني چينايان هاوايي ته ورسېدل

١٩٢١ کال – ترکيې له ارمنستان سره سوله وکړه

١٩٤١ کال – د سرگې رحمانينوف د "نڅا سمفوني" لومړى ځل په فلادېلفيا کې واورول شوه

١٩٥٩ کال – الاسکا چې له روسيې څخه پېرل شوې وه، د امريکا ٤٩ ايالت شو

١٩٦١ کال امريکا له کيوبا سره ډېپلماتيک اړيکي پرې کړل

١٩٦٩ کال – د بيټلانو د موسيقۍ ډلې مشر جان لېنېن "دوه باکرې" البوم په نيويارک له بې حيايۍ ډک (پورنوگرافيک) وبلل شو

١٩٨٠ کال – نوي افغان مشر ببرک کارمل په يوه وينا کې تېره اوونۍ د شوروي لښکرو ورتگ وستايه او هغه يې د هيواد د دفاع لپاره ضروري وباله

١٩٩٠ کال – د پاناما ولسمشر جنرال مانويل اورتېگا ځان امريکاييانو ته وسپاره

ورته مطالب