نن په تاريخ کې – د جنورۍ څلورمه

Image caption ١٧٦٢: انگلستان د اسپانيا پر ضد جگړه اعلان کړه

١٤٩٣ کال د جنوري په څلورمه نېټه: کولمبس د نوې نړۍ د موندلو په لټه کې له خپل لومړني سفره بيرته ستون شو.

١٦٤٢: پادشاه چارلز يوۀ له خپلو ٤٠٠ سرتيرو سره د انگلستان پر پارلمان بريد وکړ .

١٧١٧ : هالند ، انگلستان او فرانسې درې اړخيز ايتلافي تړون لاسليک کړ

١٧٥٤: د کولمبيا پوهنتون بنسټ کېښودل شو

١٧٦٢: انگلستان د اسپانيا پر ضد جگړه اعلان کړه

١٩٤٨: برما له برتانيا خپلواکي ترلاسه کړه

١٩٦٩: فرانسې اسراييلو ته د وسلو نه ليږلو بنديز عملآ پيل کړ .

ورته مطالب