سعودي د اسرايلو((جاسوس باز )) ونيو

اسرايلی باز
Image caption اسرايلو دا څرګندونې رد کړې چې ګنې دغه باز جاسوسي کوله، خو د باز د روغتيا په اړه يې اندېښنه ښوولې ده.

سعودي عربستان يو داسې باز نيولی چې ويل کېږي د دغه هېواد په شمالي سيمو کې يې اسرايلو ته جاسوسي کوله.

د دغه باز پر بدن د جاسوسۍ يوه اله ور تړل شوې وه، دغه راز د باز پر يوه پښه د(تل ابيب پوهنتون توری هم ليکل شوی و.

سعودي چارواکي وايي دغه باز د مصنوعي سپوږمکيو له لارې د هغو سعودي سيمو په اړه د معلوماتو راغونډولو ته ګمارل شوی و، چې د بېسيم مخابرې له لارې د اسرايلو جاسوسي شبکې موساد ته مالومات ورکړي.

د تېرو څو ورځو په اوږدو کې پر انټرنيټي پاڼو داسې معلومات خپاره شوي ول، چې ګني د سعودي خاورې ته د دغه باز ننوتل د((صهيونيستانو لخوا د بريد)) په مانا دي.

په مقابل کې اسرايلي چارواکو دا څرګندونې رد کړې ، خو د باز د روغتيا په اړه يې اندېښنه ښوولې ده.

دغه باز چې تر دوو نيمو مترو اوږده وزر لري، څو اوونۍ وړاندې د سعودي عربستان د حائل ښار په شمالي صحرا کې ليدل شوی دی.

((د معلوماتو راغونډول))

د اسرايلو يوې مجلې ليکلي هغه کسان چې دغه باز يې موندلی، داسې احساس کوي چې ګني دا يو جاسوسي باز دی، چې د مصنوعي سپوږمۍ په وسيله څارګريز معلومات اسرايلو ته ورکوي.

همدا ده چې دوی دغه باز سيمه ييزو سعودي استخباراتو ته تسليم کړ.

خو يوې سعودي او ګڼو نورو عربي ورځپاڼو بيا ويلي چې ښايي دا به د اسرايلو د استخباراتو موساد لخوا استول شوی باز وي.