د جنوري شپږمه د تاريخ په پاڼو کې

کابل
Image caption په دغه ورځ له کابله وتونکي په زرگونو برتانيوي او هندي سرتيري افغانانو ووژل

١٠٦٦ ميلادي کال د جنوري شپږمه : پادشاه هرلد د انگلستان په تخت کښېناست

١٠٩٩: هينري پنځم د جرمني پادشاه شو

١٤٩٧: له سوريې يهودان وايستل شول

١٥٤٠: د انگلستان پادشاه هينري اتم څلورم وادۀ وکړ .

١٦٨١: د سوک لومړنۍ ريکارډ شوې لوبه ترسره شوه .

١٧٥٩:جورج واشنگټن وادۀ وکړ .

١٨٤٢: له کابله د وتلو پر وخت ٤٥٠٠ برتانيايي او هندي سرتيري ووژل شول .

١٨٩٦: په متحدو ايالاتو کې د ښځو لومړنۍ شپږ ورځنۍ سايکل ځغاسته پيل شوه .

١٨٩٨: په لومړي ځل له يوۀ اوبتله چې لاندې په اوبو کې و تيلې فوني پيغام وليږل شو .

١٩٤٥: د امريکا د راتلونکي ولسمشر جورج بوش او بابرا پېرس ترمنځ په نيويارک کې وادۀ ترسره شو .

١٩٥٠: برتانيا کموسنت چين په رسميت وپېژاندۀ .

١٩٧٦: د چين د خلکو جمهوريت اتومي ازموينه وکړه .

١٩٨٠: د انديرا گاندۍ په مشرۍ د هند د کانگرس گوند انتخابات وگټل .