د جنوبي سوډان برخليک پر سر د ټولپوښتنې تياری بشپړېږي

جنوبي سوډانيان
Image caption جنوبي سوډانيان په جوبا کې د يو بس پر سر دي، او جنوبي سوډان د خپلواکۍ په پلوۍ نارې وهي.

د يکشنبې يا يونۍ په ورځ جنوبي سوډانيان په يوه ټولپوښتنه کې له شمال نه پر شوني بېلتون رايه ورکوي، چې ډېری ګومان کاوه هېڅکله به ونه شي.

دغې ټولپوښتنې ته د ملګریو ملتونو پلاوي مشري د ټانزانيا پخوانی ولسمشر (بنجامين مکاپا) کوي. ښاغلي مکاپا له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ټولپوښتنې ته د تيارۍ ارزونه کړې او وايی فکر نه کوي چې د جنوبي سوډان بېلګه د افريقا په کومه بله برخه کې کاپي شي.

په يو وخت کې داسې ښکارېده چې پر خپله ټاکلې نېټه دې د دغې ټولپوښتنې ترسره کېدا کومه شونې لار ولري، او ډېرو دا وېره درلوده چې کېدی شي د سياسي دليلونو له مخې يې مخنيوی وشي.

خو د تانزانيا پخوانی ولسمشر (بنجامين مکاپا) وايي دغه وېره بيا ورکې شوې.

((باور کوم چې سوډان دغې ټولپوښتنې ته چمتو دی. تخنيکي يا فني تيارياني ټولې پر ځای دي. په دې اړه د ټولپوښتنې کمسيون ډاډ راکړی نو په دې ډول به د جنورۍ نهمه نېټه په ريښتيا ارامه پيل شي))

په رايه ورکونه کې د لږترلږه ۶۰٪ سلنې ګډون عادي اکثريت ته اړتيا ده چې د ټولپوښټنې رايې په کې وړ وبلل شي.

په دې اړه راپور دلته اورېدی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ان د شمال په ګډون په پراخه داسې باور کېږي چې جنوب به د بېلتون په ګټه رايه ورکړي.افريقايي هېوادونو تر ډېره خپلې پولې له استعماري پړاو په ميراث ساتلې دي.

ښاغلی مکاپا وايي داسې فکر نه کوي چې د جنوبي سوډا بېلتون او خپلواکی به د افريقا په نورو برخو کې کاپي شي.

((باور کوم چې د جنوبي سوډان قضيه يوه ځانګړې مساله ده. دا مساله ان له خبلواکۍ يو کال مخکې هم د دغه هېواد دننه وه.

جنوب د خپل ځان لپاره پر بېلې خپلواکۍ زور راووړ، چې دا خبره له پامه غورځول شوې وه. زه فکر نه کوم چې د افريقا په کوم خپلواک هېواد کې دې ورته حالت وي، نو زه هيله لرم چې دا بل چا ته زده کړه نه وي ))

يوه بله مساله چې لا تر اوسه نه ده غوڅه شوې او د شمال او جنوب ترمنځ پرې لانجه پاتې ده، د (ابيې) په تېلو بډايه سيمه ده.

ټاکل شوې ده د برخليک په اړه يې يوه بله ټولپوښتنه ترسره شي دا چې غواړی له جنوب سره يو ځای کېږي او که له شمال سره پاتې کېږي.

Image caption ښاغلي بشير له جنوب سره د ابيې په تېلو شتمنې سيمې د ورنښلونې پايلو په اړه ګواښنه کړې ده.

د سوډان ولسمشر عمر البشير د الجزيرې ټلوزيون ته د دې شونتيا په اړه که د (ډېنکا نګوک) قبيلې هڅه وکړه چې ابيې له جنوب سره وتړي وويل دغه ګام به د سولې هاغه تړون پای ته ورسوي چې د شمال او جنوب ترمنځ يې ۱۹ کلنه جګړه پای ته رسولې ده.

((هيله لرم دوی داسې ګام وانخلي ځکه دا به په عملي ډول د دې معنا ولري چې تړون پای ته رسېدلی دی، ځکه که داسې عمل وشي، غبرګون به هم لري، په داسې حال کې کېدی شي خبره په جګړه تمامه شي))

د جنوبي سوډان برخليک په اړه ټولپوښتنه د يکشنبې په سهار پيلېږي، خو په لسو ولايتونو کې چې جنوبی سوډان ترې جوړېږي د تلو راتلو او لېږدرالېږد لارو د ستونزمنتيا له امله به د رايې ورکونې بهير يوه اوونۍ دوام کوي.

اوس تر ډېره دا خبره باوري شوې چې د افريقا تر ټولو ستر هېواد په توګه د سوډان دور په پای ته رسېدو دی.

ورته مطالب