سوډان کې ټولپوښتنه پيلېږي

سوډان
Image caption د جنوبي سوډان خپلواکۍ پر سر ټولپوښتنې ته جنوبيانو له پخوا انتظار کاوه.

د جنوبي سوډان خپلواکۍ په موخه د لومړيو رايو ورکونه پيل شوی ده. په زرګونو سوډاني کډوالو په اسټراليا کې چې دوی په کې د رايې ورکونې وړتيا لري، رايې ورکوي.

په سوډان کې په خپله به هم لږ وروسته د رايې ورکونې مرکزونه پرانيستل شي. په جنوب کې په تلوسه دې رايې ورکونې ته انتظار کېده، چې چاپېريال په کې اوس د لمانځنې دی.

د بي بي سي يو خبريال وايي چې په شمال کې مشرانو اوس دا منلې چې رايه ورکونه به د خپلواکۍ او بېلتون په موخه وي.

خو وايي چې د سوډان دوه برخې به د پولو مسالو او دا چې پورنه او د تېلو سرچينې به څنګه سره وېشل کېږي، له نورو ننګونو سره مخامخ وي.

د امريکايي سناتور (جان کېري) يو شمېر نړيوالې څېرې د رايې ورکونې بهير څارنې په موخه سوډان ته ورغلې دي.

اټکل ډېر دا دی چې جنوبيان به د نړۍ يو نوي هېواد زېږېدنې ته د هوکې رايه ورکړي. د جنوبي سوډان مشر (سلوا کير) چې په جوبا کې يې خبري کنفرانس ته وينا کوله وويل، دغه ټولپوښتنه د سوډانيانو لپاره يو مهم ګام دی:

((يوازې څو ساعته پاتې دي چې د خپل ژوند تر ټولو خورا مهمه او ارزښتناکه پرېکړه وکړو.

په داسې وخت کې چې موږ د تړون سرته رسولو اوږده لار پای ته رسوو، تاسو ټول هڅوم چې خپله پرېکړه په سوله ييز ډول وکړیء.

په دې وخت کې زموږ پيغام په پرله پسې ډول روښانه دی. زه نن يو ځل بيا ټينګار کوم چې جګړې ته بېرته ستنېدا نه شته. ټولپوښتنه پای نه بلکې د يو نوي سفر پيل دی))

په دې اړه راپور دلته واوریء

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په جنوبي سوډان کې د ټولپوښتنې وخت رارسېدو لپاره له مودې راهيسې خوښۍ کېږي. خلکو دې ورځې ته له پخوا راهيسې انتظار کاوه چې خپله رايه په کې ورکړي.

د يکشنبې په ورځ به له هاغه راهيسې پوره شپږ کاله تېرېږي چې د سولې تړون لاسليک شوی دی.

هغه تړون چې د دوو لسيزو کورنۍ جګړه يې پای ته ورسوله او هم يې د همدې ورځې ټولپوښتنې ته لار هوراه کړه.

Image caption د امريکا پخواني ولسمشر په ګډون د ټولپوښتنې څارنې لپاره ګڼ شمېر نړيوال څارونکي هم ورغلي دي

د ټولپوښتنې سره تاوتريخواي پارېدنې اندېښنې هم ملې دي. لومړۍ پېښه د شنبې په ورځ وه چې د جنوبي سوډان چارواکيو په وينا په کې اورپکيو د شمال او جنوب ترمنځ پر پوله د تېلو توليدونې سيمه کې پر جنوبي سرتېريو بريد وکړ، خو په پېښه کې د دوی په خبره ۶ تنه اورپکي وژل شوي دي.

خو د نارامۍ له دغو اندېښو سره سره په پلازمېنه خرطوم کې د جنوبي سوډان ټولپوښتنې يو چارواکي طارق عثمان وويل فکر کوي چې په ټولپوښتنه کې به رايه ورکونه په سوله ييز ډول ترسره شي.

((موږ باوري يوو چې هېڅ امنيتي اندېښنې نه شته، په عمومي دول په ټول هېواد کې خبره همداسې ده، لکه څنګه چې موږ ته يې امنيتي او پوليسو ادارو له لوري ډاډ راکړل شوی دی.

Image caption جنوبي سوډان په تېلو او نفتو بډايي سيمې لري.

تر دې مهاله د ټولپوښتنې ټول پړاوونه په ټولو سيمو کې په ښه ډول پر مخ روان دي. هيله ده چې د جنورۍ له ۹ مې تر ۱۵ مې وروستۍ پړاو هم په ښه ډول ترسره شي))

شمالي سوډان بيا اوس د خوښۍ ځای نه برېښي. د شمال مشران دا دی په پای کې دې خبرې منلو ته غاړه ږدي چې جنوب ترې بېلېږي، يو داسې خبره چې ډېرو نورو له پخوا راهيسې ريښتيا ليدله.

په همدې مهال د سوډان ولسمشر عمر البشير د ناراميو او هم هغو جنوبيانو ته چې په شمال کې ژوند کوي د کمو فرصتونو ګواښنه کړې، که يې د خپلواکۍ په ګټه لکه څنګه يې چې اټکل شوی، رايه ورکړه.

Image caption عمر البشير د ناراميو ګواښنه وکړه.

ښاغلي البشير الجزيرې ټلوزيون سره په خبرو کې وويل هغه په سل ګونو زره جنوبيان چې په شمال کې اوسېږي د دوو تابعيتونو اجازه به ونه لري، خو له ځينو حقونو به برخمن وي:

((که دوی په دوو هېوادونو د سوډان د وېش او په جنوبي سوډا کې د خپل هېواد جوړولو پرېکړه وکړه، او په همدې وخت کې غواړی چې په شمال کې خپل تابعيت وساتي او له ټولو حقونو برخمن وي، که دا د دوی غوښتنه وي، نو بيا دې سوډان يو پاتې شي. دلته موږ د دوه ګونی تابعيت خبره نه کوو. زموږ له اړخه، په دې کې د پوښتنې ځای نه شته ))

پر ټولپوښتنه د څارنې چارو کې څه د پاسه (۱۵۰) نړيوالې او سيمه ييزې ادارې برخه لري، چې د ختيزې افريقا، اروپايي او عربي ټولنو او هم د جيمي کارټر د سولې انسټيټيوټ استازي هم په کې دي. ټولپوښتنه نن يکشنبه پيلېږي او اووه ورځې به روانه وي.

ورته مطالب