د جنوري اتمه، د تاريخ په پاڼو کې

کمپیوټر
Image caption په1889 کې لومړنی کمپيوتر اختراع شو،

په 1598 ميلادي کال کې په همدې ورځ د ايټاليا له جينوا څخه يهودان وشړل شول،

په 1800 ميلادي کال کې اتريشي پوځيانو فرانسوي پوځ ته په سمندر کې ماتې ورکړه،

په 1833 کې د امريکا په باستون د موسيقۍ لومړنۍ ښوونځی جوړ شو،

په 1838 کال کې د تيليګراف لومړنۍ پيغام چې د ټکي او فاصلې علامې پکې وې وکارول شو،

په1889 کې لومړنی کمپيوتر اختراع شو،

په 1917 کال کې اتريشي او هنګري ګډو ځواکونو د ايتاليا فورليني سيمه ونيوله،

په 1926 کې عبدالعزيز بن سعود د حجاز پاچا شو، چې بيا يې د حجاز نوم یې سعودي عربستان ته واړاوه،

په 1958 کال کې د کيوبا انقلابي ځواکونو هاوانا ونيوله،

په 1992 کال کې جورج بوش د جاپان وزير ډوډۍ خوړلو ته په کتو کانګې وکړې او سخت ناروغ شو،

په 1998 کال کې پر نړيوال سوداګريز مرکز بمي بريد کوونکی احمد يوسف رمزي په عمر قيد محکوم شو،

ورته مطالب