په یونان کې د افغانانو قاچاقچیان نیول شوي

.
Image caption يونان د کډوالو قاچاق کې د اروپايي ټولنې تر ټولو بوخته سيمه بلل کېږي. د رسمي شمېرو له مخې اروپا ته د رسېدو په موخه هره مياشت ۱۰ زره کډوال له ترکيې نه يونان ته اوړي.

په يونان کې پوليس وايي پنځه تنه داسې کسان يې نيولي چې غوښتل يې ۱۵ تنه افغانان په جعلي پېژندپاڼو سره د کرايي الوتکو له لارې ايټاليا ته ولېږدوي.

دغه شکمن کسان د يونان په شمال ختيځ (کاوالا) هوايي دګر کې تېره جمعه نيول شوي دي.

په نيول شويو کسانو کې يوه ۱۹ کلنه مغربۍ يا مراکشۍ نجلۍ هم ده چې د ميلان يو سفري اېجنسۍ لپاره کار کوي او دغو افغانانو ته يې جعلي پېژندپاڼې هم جوړې کړې دي.

څلور تنه ټکسيوانان هم نيول شوي چې دغه افغانان يې د هرې ټکسۍ لپاره په څه د پاسه ۹ سوه ډالرو لېږدول. راپورونه وايي چې دغو افغانانو جعلي دنمارکۍ پېژندپاڼې لرلې، او غوښتل يې چې جېنوا ښار ته په دوو کرايي الوتکو کې سفر وکړي چې د ايټالوۍ سفر اېجنسۍ له لوري په کرا نيول شوې وې.

د يونان پوليس اوس د دې پلټنه کوي چې کېدی شي له دغه قاچاقۍ ډله نور ملګري هم ولري. ډېری قاچاقيان چې په يونان کې نيول شوي لارۍ او ګړندۍ بېړۍ کاروي چې خپل بشري او انسانی بار په کې اروپا ته ولېږدوي.

دا لا تر اوسه نه ده معلومه چې د دريو کورنيو دغه ۱۵ تنه افغانان يونان ته څه ډول رسېدلي دي. پوليس وايی دغو افغانانو ورته ويلي چې د ايټاليا جېنوا ته د الوتنې په بدل کې هرې کورنۍ پر سر ۱۳۰۰ ډالر ورکړی دي.

يونان د کډوالو قاچاق کې د اروپايي ټولنې تر ټولو بوخته سيمه بلل کېږي. د رسمي شمېرو له مخې اروپا ته د رسېدو په موخه هره مياشت ۱۰ زره کډوال له ترکيې نه يونان ته اوړي.

ورته مطالب