په کراچۍ کې هره میاشت ۳۰۰ هندي نجونې تښتول کېږي

هندو ښځې په کراچۍ کې
Image caption د پاکستان د ټول نفوس یو اعشاره اته برخه هندوان دي چې ۹۵٪ یې په سند ایالت کې اوسېږي.

پاکستاني چارواکو منلې چې د دغه هېواد په سیند ایالت، په ځانګړې توګه په کراچۍ ښار کې هره میاشت شاوخوا ۳۰۰ هندي نجونې د ناڅرګندو کسانو لخوا تښتول کېږي.

پاکستاني هندوان وايي له دې کبله ددوی اندېښنه ورځ تر بلې ډېرېږي.

اشوک کومار سیجواني په کراچي ښار کې د هندوانو د یوې ټولنې مشر وايي:

''زموږ پر عبادت ځایونو بریدونه نه کېږي، خو زموږ د نجونو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي. ډېری له تښتولو وروسته اسلام منلو ته اړایستل کېږي، دا پېښې په کراچۍ کې ډېرې دي. بې وزلې هندو کورنۍ له دې کبله ځورېږي؛ ځکه نو دلته حالات خراب دي.''

په کراچۍ کې پاکستاني هندوان وايي که څه هم ځینې نجونې د پیسو په خاطر تښتول کېږي، خو زیاتره لیدل شوي چې له تښتولو وروسته د اسلام دین قبولو او په زوره واده ته اړیستل شوې دي.

د هندوانو د ټولنې یو بل تن غړی مکیش مټن وايي که د دوی بالغې نجونې په خپله خوښه د اسلام دین ته مخه کوي نو دوی ورسره مخالفت نه لري:

''که نجلۍ د ۱۸ کلونو وي دا یې حق دی چې هر دین غواړي هغه ومني، دا یې هم حق دی چې په خپله خوښه له هر چا سره چې وغواړي واده وکړي، موږ یې مخالفت نه کوو.''

په پاکستان کې د بشري حقونو ادارې هم د هندو نجونو د تښتولو پېښو اندېښمنې کړې دي.

په اسلام اباد کې د بشري حقونو د کمیسیون یوې چارواکې آمنه جتوي له بي بي سي سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې د ټولو لږکیو حقونه خوندي کړي.

پاکستاني چارواکي که له یوې خوا په کراچۍ کې د هندو نجونو د تښتولو خبره تاییدوي، نو له بله پلوه دا خبره ردوي چې ګواکي دوی په زوره د اسلام قبولو او واده کولو ته مجبورېږي.

په سند صوبې کې د لږکیو صوبايي وزیر موهن لعل کوهستاني وايي ددوی د اقداماتو په پایله کې د هندو نجونو د تښتولو پېښې کمې شوې دي:

''مخکې به د ورځې ۱۶، ۱۷ کسان تښتول کېدل اوس دا شمېره کمه شوې خو له منځه تللې نه ده، اوس هم د ورځې له پنځو نه تر ۱۰ پورې هندو نجونې تښتول کېږي. موږ هڅه کړې چې تښتول شوې نجونې بېرته راخوشې کړو، موږ به خپلو دغو هڅو او په دې برخه کې اقداماتو ته په راتلوونکې کې هم دوام ورکړو.''

Image caption د هندوانو د ټولنې یو غړی مکیش مټن وايي که د دوی بالغې نجونې په خپله خوښه د اسلام دین ته مخه کوي نو دوی ورسره مخالفت نه لري

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه چې پر مرکزي حکومت به فشار واچوي داسې قانون تصویب کړې چې په زوره نورو دینونو ته د لږکیو او په ځانګړې توګه د هندوانو د اړولو څخه مخنیوي وکړي.

په سند ایالت او په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې د هندو نجونو د تښتولو خبره پر داسې مهال راپورته شوې چې د پاکستان حکومت وار د مخه له یو لړ مذهبي او سیاسي ننګونو سره مخامخ دي.

د پاکستان د ټول نفوس یو اعشاره اته برخه هندوان دي چې ۹۵٪ یې په سند ایالت کې اوسېږي.

ورته مطالب