ایران: ارومیه ته څېرمه د الوتکې رالوېدو ۷۰ کسان مړه کړي

رالوېدلې چورلکه

ایراني چارواکي وايي د دغه هېواد یوه مساپر وړونکې الوتکه چې څه د پاسه ۱۰۰ مسافر پکې سپاره ول، او له تهران څخه د ارومیه په لور روان وه له واورو په یوه ډکه سیمه کې رالوېدلې ده.

په پېښه کې ۷۰ کسان مړه شوي او تر ۳۰ ډېر نو سخت ټپیان دي.

د 'ایرنا' خبري رسنۍ وايي دغه الوتکه له خپل وخت څخه یو ساعت وروسته الوتې ده او هغه مهال هوا ډېره خبرابه وه.

د الوتکې پیلوټ او ۱۲ تنه کارکوونکي ټول په وژل شویو کسانو کې دي.

ټپیان په ارومیه کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو څو کلونو کې ایراني الوتکې له ورته جدي پېښو سره مخامخ شوې دي.

د ۲۰۰۹ میلادي کې په جولای کې یوه الوتکه د مشهد په هوايي ډګر کې د راښکته کېدا پر مهال وچاودېده اور په لمبو کې ډوبه شوه، او بله یې د تهران په شمال کې له ورته پېښې سره مخامخ شوې وه چې ټول سپاره کسان پکې ووژل شول.

په ۲۰۰۲ کال کې د ایران په ختیځ کې په واورو کې د یوې چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې تر ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول.

Image caption ددغې چورلکې پیلوټ په ارومیه کې د ځغاستې کرښه نه لیدله نو هوډ یې کړی و چې بېرته د ستنېدو پر وخت له دغې پېښې سره مخامخ شول.

د ایران ملکي زیاتره الوتکې زړې او په بد حالت کې دی، چې ځینې یې د ډېر وخت او ځینې نورې یې بیا نه دي رغول شوې.

د ایران د بېړنیو چارو وزارت یوه چارواکي ويلي په ارومیه ښار کې رالوېدلې چورلکه څو ټوټې شوې ده.

ددغې الوتکې پیلوټ په ارومیه کې د ځغاستې کرښه نه لیدله نو هوډ یې کړی و چې بېرته د ستنېدو پر وخت له دغې پېښې سره مخامخ شول.

سیمې ته مرستندویه او ژغورونکې ډلې ورغلې دي .

ورته مطالب