په اذربایجان کې خلک د درد د درملنۍ لپاره په تېلو کې لامبي

یو اذربیایجاني وګړی په تېلو کې لامبي
Image caption په 'نفتلینو' کې د اذربایجان سیمه ییز خلک په داسې حال کې لامبي چې د امریکايي هغو په ګډون یو شمېر ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې ښايي 'نفتلین' د سرطان د ناروغۍ لامل ورګرځي.

د 'غوټه وهلو' په اړه به مو ډېر اورېدلي وي، خو په تېلو کې د لمبېدو په هکله مو ښايي نه وي اورېدلي.

په اذربایجان کې تېل دومره ډېر دي چې نه یوازې په میلیونونو بیرله ترې هرکال اروپا ته صادرېږي، بلکې ځايي خلک پرې د بدن د درد د ليرې کولو په خاطر ګټه اخلي او پکې لامبي.

د اذربایجان لیرې پرتې سیمې د تېلو له پلوه ډېرې غني دي او له پیړیو راهیسې تېل ترې ایستل کېږي.

لنډه وېدیو وګورﺉ

په دې سیمو کې یوه هم د همدې تېلو 'نفتلین' په نامه ده چې تېل پکې دومره ډېر دې چې ان خلک پرې لامبي.

هغه کسان چې د پښو او لاسونو د بندونو یا د بدن د نورو غړو په دردونو اخته وي په دې تېلو لامبي او یا هم د ناروغانو هغه ځایونه چې په درد اخته وي په دې تېلو غوړېږي بیا ورته د تودوخې د ورکولو لپاره جوړ شوي ځانګړې بخارۍ ورنژدې کېږي.

په دې توګه سیمه ییز ډاګټران وايي چې د بدن د هماغه ځای درد له منځه وړي.

Image caption د اذربایجان سیمه ییز ډاکټران وايي په تېلو کې لمبېدل د بدن ځینې دردونه له منځه وړي.

د 'نفتلین' تېل دوه ډوله دي، یو یې ژېړبخن د پخلې د تېلو په شان رنګ لري بل ډول یې تور رنګ لري چې خلک پکې لامبي.

د لمبېدو لپاره د تشناب ټیوب تر ۴۰ درجو پورې له تړمو شویو تېلو نه ډکېږي او بیا ناروغ پکې څملي.

سیمه ییز ډاکټران وايي په 'نفتلین' کې باید له لسو دقیقو نه زیات وخت تېر نه شي، که نه نو پر زړه منفي اغېز کولای شي.

په 'نفتلینو' کې د اذربایجان سیمه ییز خلک په داسې حال کې لامبي چې د امریکايي هغو په ګډون یو شمېر ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې ښايي 'نفتلین' د سرطان د ناروغۍ لامل ورګرځي.