نصير الله بابر خاورو ته وسپارل شو

Image caption نصيرالله بابر د نوښار اوسيدونکى و چې هملته به ښاورو ته وسپارل شي.

د پاکستان د کورنېو چارو پخوانى وزير نصير الله بابر چې په افغانستان کې د طالبانو غورځنگ په جوړولو کې مرسته کوونکى بلل کيږي د ٨٣ کلونو په عمر مړى شوى دى.

ښاغلى بابر له څه مودې ناروغه وو، نوموړى په اويايمو کالونو کې د هغه وخت د سرحد صوبې اواوسني خيبر پښتونخوا ايالت والي وو، نوموړى دغه راز د افغان مجاهدينو د ډلو په روزلو کې مهم رول درلود.

په ۲۰۰۱ کې له بي بي سي سره په خبرو کې نصير الله بابر په دې اړه چې څرنگه د افغان مجاهدينو ډلې هلته ورغلى ویلي وو:" تر ۷۷ کال پورې موږ د هغوی روزنه کوله، په دوى کې هغه وخت استاذ رباني، حکمتيار، احمد شاه مسعود وو، اوه اته کسه راغلي وو، دوى به نور کسان راوستل او موږ به ورته روزنه ورکوله، زموږ خو تل دا نظر وو چې افغانستان کې جنگ د پاکستان لپاره هم دى، دا خو زموږ لويه دفاع وه چې افغانستان کوله، بلکې دا به و وايم چې دوى پخپل جهاد سره پاکستان هم وژغوره."

نصيرالله بابر څرگندونې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سيمې زيات شنونکي په ۹۰مه لسيزه کې د افغانستان د طالبانو د غورځنگ رامنځ ته کېدو کې هم د نصير الله بابر رول مهم بولي، طالبانو تل داخبره رد کړى ده، خپله ښاغلى بابر په دغې مرکې ددې غورځنگ د رامنځ ته کېدو د علتونو په اړه وايي:

"په ۱۹۹۴ کال کې زه (د افغانستان له لارې) ترکمنستان ته تلم، ما هلته هغوی ته وويل چې تاسې قرباني ورکړه، وينې مو تویې شوې، په ټولې دېموکراتيکه نړۍ مو احسان وکړ، خو ټولو يوازې پرېښودئ، ددې علت دا دى چې تاسې خپلو کې جنگېږئ، او اوس د افغانستان د بيا ابادولو لپاره مټې راونغاړئ، زما په فکر دې خبرې د هغه سيمې خلکو باندې چې جنوب کې وه اغېز وکړ، او غوږ ېې ورته کېښود، ځکه له سپين پولدک نه نيولې تر هراته لږ ترلږه ۴۰، ۵۰ زنځيرونه (پاټکونه) په لار کې وو، او هر قوماندان به ټانک ودرولى او خلکو نه به ېې پيسې اخيستې، له هغې نه هم خلک تنگ وو، ځکه نو چې کله طالبان راپورته شول د خلکو پرې باور وو هغه وو چې طالبان پرمخ لاړل."

نصيرالله بابر څرگندونې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نصير الله بابر نن د پېښور په ختيځ د نوښار 'پير پايي' کې خپلې پلرنۍ هديرې کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړي د خيبر پښتونخوا د والي د دندې نه علاوه د بې نظير بوټو دويمې دورې حکومت کې د کورنیو چارو وزير او تر دې وړاندې د فرنټير کور د ملېشې د مشر په توگه هم دنده ترسره کړې ده.

د نصير الله بابر د مړينې په اړ د طاهر خان راپور دلته اورېدى شئ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دښاغلي بابر سياسي ژوند په اړه د رحيم الله يوسفزي تجزيه دلته واورئ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په انټرنیت کې نور ورته مطالب

بي بي سي د پردېو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.