د زین العابدين بن علي ژوند

زین العابدين بن علي
Image caption ښاغلی بن علي په ۱۹۸۷ کال د تونس ولشمېر شو.

زين العابدين بن علي د ۱۹۳۶ زېږديز کال د سپتمبر په ۳ مه د تونس په حمام سوسة کې زېږېدلی دی. ده خپلې زده کړې په فرانسه کې کړې دي.

په پوځي دندو کې يې له ۱۹۶۴ نه تر ۱۹۷۴ کال پورې د خپل هېواد د استخباراتو ادارې مشري، او بيا د ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۸۰ کال پورې د ملي امنيت مشری کړې ده.

په ۱۹۸۰ کال کې يې په پولنډ کې د تونس د سفير په توګه کار کړی، او په ۱۹۸۷ کال کې د خپل هېواد لومړی وزير شو.

ښاغلي بن علي په ۱۹۸۷ کال کې وروسته له هغه د ولسمشرۍ لوړه وکړه چې اوو ډاکټرانو اعلان وکړ چې ولسمشر الحبيب بو رقيبه د ناروغۍ له امله نه شي کولی واکمني وکړي.

Image caption د بن علي واکمنۍ ته د يوه زورواکي نظام په ډول کتل کېدل

ټاکل شوې وه، ښاغلی بن علی په ۲۰۰۴ کال کې تقاعد شي، خو د ۲۰۰۲ کال کې يې د يوې ټولپوښتنې له لارې د دې ملاتړ تر لاسه کړ چې د ولسمشرۍ ګڼ کسيزه کانديدانو ټاکنو په مهال د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ ډاډمنه کړي.

د مدني حقونو ټولنو او يو شمېر سياسي مخالفانو ډېر وخت د نوموړي د واکمنۍ نظام ديکتاتوري او زور واکی بللی، او دې ته يې اشاره کړې چې د وينا ازادي يې محدوده کړې او مخالفان يې زندانونو ته اچولي دي.

په تونس کې اقتصادی او سياسي وضعيت په جنورۍ کې په ولسي مظاهرو اولاريونونو کې راغبرګ شو، چې له مخې يې د ښاغلي بن علي په وړاندې د کودتا حالت غوره شو، او د جنورۍ په ۱۴ مه په دغه هېواد کې نوې واکمني پيل شوه.