لوټمارو د ارجنټاین د ولسمشرې ۹۰ زره ډالر ولوټل

آغلې فرنانديز
Image caption ټاکل شوې چې د ارجنټاین ولسمشره منځني ختيځ ته خپل سفر له مصر او بیا کوېټ ته له خپلې لور سره ولاړه شي.

په ارجنټاین کې یو شمېر غله منځني ختيځ ته د دغه هېواد د ولسمشرۍ کریسټينا فرناندیز سفر ته د ځانګړو شویو کابو ۹۰ زره ډالرو په لوټلو وتوانېدل.

سیمه ییزو رسنیو ویلي د ولسمشرې یوه ساتونکي په پلازمېنه بونس ایرس کې له خزانې څخه یو مبلغ پیسې د ولسمشرې د سفر لپاره د شا په بکس کې اچولې وې، چې ناببره کور ته څېرمه له موټرسایکلونو څو وسله وال کسان پرې ورغلل، چې یا پیسې وغورځوي که نه ډزې به پرې وکړي.

دغه ساتونکي ويلي له دغه سره د لوټېدا پرمهال شاوخوا ۶۸ زره ډالر او ۱۷ زره یورو ول.

حکومتي ویاند ویلي چې پېښه د تېرې چهارشنبې پر ورځ وشوه، او پولیسو اوس پلټنې پیل کړې دي.

وايي چې دغه پیسې منځني ختيځ ته د ولسمشرې او ورسره د تلونکي پلاوي د لګښتونو لپاره ځانګړې شوې وې.

خبري سرچینو ویلي اوس پر دې هم پلټنه روانه ده چې څو ورځې وړاندې یې ولې دومره مبلغ پیسې له خزانې رایستلې، حال دا چې ولسمشر به د یکشنبې پر ورځ منځني ختیځ ته ځي.

پولیسو هغه ساتونکی هم د پوښتنو ګروېږنو وړ بللی چې له ځانه سره یې دغه مبلغ پیسې ولې کور ته وړلې.

پولیس وايي ارومرو یوه چا د دغه ساتونکي او ورسره د پیسو په اړه مالومات درلودل، چې مخکې له مخکې یې د لوټولو پلان جوړ شوی.

دا پېښه په ارجنټاین کې د وسله والو غلاوو او جرمونو د ډېرېدا په درشل کې شو ده.

په زیاتره پېښو کې وسله وال لوټمار د زیاتو پیسو په موخه د بانکونو کار کوونکي په نښه کوي.

د ارجنټاین ولسمشره به د یکشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۱۶مه) په مصر کې له لږ دمې وروسته کویټ ته له خپلې لور سره په سیاحتي سفر وخوځېږي.