یوه عراقي سرتېري دوه امریکايي پوځيان ووژل

امریکايي سرتېري په عراق کې
Image caption په عراق کې یوازې ۵۰ زره امریکايي عسکر د عراقي ځواکونو د روزنې او مشورو ورکولو لپاره پاتې شول.

د عراق په شمالي موصل شار کې د پوځي روزنې پرمهال یوه عراقي سرتېري دوه امریکايي پوځيان په ډزو ووژل.

چارواکو ویلي پېښه د موصل ښار په 'الغزلاني' پوځي اډه کې د روزنې پرمهال شوې ده.

له پېښې شېبه مخکې دې روزنیزې اډې ته جګپوړي عراقي او امریکايي جنرالان هم ورغلي ول.

برید کوونکی سرتېری نیول شوي دی.

او د عراق په زړه کې یو بل امریکايي پوځي هم وژل شوی، خو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ویلو ده چې عراقي پوځيان او پولیس ډېر لږ پر امریکايي پوځيانو بریدونه کوي.

د ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې هم په موصل ښار کې یوه عراقي افسر پر امریکايي پوځيانو او عراقي پولیسو ډزې وکړې، چې یو امریکايی عسکر پکې ووژل شو.

او په یوه بله پېښه کې بیا د موصل په څنډو کې هم یوه عراقي پوځي شپږ امریکايي عسکر په ډزو ووژل .

د ویلو ده چې واشنګټن په تېر اګست کې په عراق کې په رسمي توګه د خپل پوځي ماموریت د پای ته رسولو اعلان وکړ او زیاتره مېشت امریکايي پوځيان د عراق له ښارونو ووتل.

په عراق کې یوازې ۵۰ زره امریکايي عسکر د عراقي ځواکونو د روزنې او مشورو ورکولو لپاره پاتې شول.

ورته مطالب