المبزع د تونس موقت ولسمشر شو، خو لسګونه کسان ووژل شول

فؤاد المبزع
Image caption فؤاد المبزع د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه

په داسې حال کې چې په تونس کې اړدوړ مخ پر زیاتېدو دی چې په لړ کې یې له دوو زندانونو ګڼ کسان تښتېدلي او تر ۴۰ نور په اور کې سوځېدلي، سیاستوال هڅه کوي چې یو ملي حکومت جوړ کړي.

د مخکني ولسمشر زین العابدین ین علي تر استعفی او تېښتې وروسته فؤاد المبزع د تونس د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

په تازه تاوتریخجنو پېښو کې په 'المنستیر' ښار کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي.

عیني شاهدانو ويلي اور ټول زندان اور واخیست چې لسګونه بندیان په تېښته بریالي شول.

اسوشېټېډ پرېس ته یوه تونسي جګپوړي چارواکي ويلي په سوېلي 'مهدیة' ښار کې بیا لږترلږه پنځه کسه هغه مهال ووژل شول، چې د ښار په زندان کې پوځيانو پر بندیانو ډزې و کړې.

نوموړي ویلي د زندان مشر لسګونه زندانیانو ته د تېښتې لاره پرانیسته چې دا چاره د لا نورې ګډوډۍ لامل شوه.

د تونس په نورو زندانونو کې هم د ورته اړدوړ او بندیانو د تېښتې خبر ورکړل شوی دی.

او په پلازمېنه تونس کې بیا د اورګاډو لویو پټلیو او تمځایونو ته اورونو سخت زیان اړولی او ګڼې ودانۍ یې هم سوځولې دي.

د ښار په واټونو کې د ټانکونو په ملاتړ پوځيان ځای پرځای شوي، چې د اړدوړ او چورچپاول مخه ونیسي.

لاهم په ګرد هېواد کې د شپې لخوا ګرځبندیز دی.

رپوټونه وايي چې د کورنیو چارو وزارت بهر د پولیسو ، پوځ او وسله والو ترمنځ هم وسله واله نښته شوې، چې لږترلږه د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی، چې هویت یې لا مالوم نه دی.

په تونس کې د شپې چورتالان و، چې د مخنيوي لپاره یې حکومت ځواکونه ځای پرځای کړل. د پلازمېنې په ګڼو ځایونو کې سوداګریز ځایونه په نښه شوي دي.

پر همدې مهال د 'قرطاج' نړیوال هوايي ډګر د شنبې پر ورځ خپلې الوتنې پيل کړې، دغه هوايي ډګر د لنډ وخت لپاره د بهرنیو مسافرو پرمخ تړلی و.

المبزع موقت ولسمشر شو

Image caption په دوو زندانونو کې تر ۴۰ ډېر کسان اور سوځولي او مړه شوي او لسګونه بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

د تونس د پارلمان مشر فؤاد المبزع د تېرې شنبې په ورځ د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

تر موقت ولسمشر کېدا وروسته ښاغلي المبزع لومړي وزیر محمد الغنوشي ته د یوه ملي حکومت د جوړولو دنده وسپارله.

د تونس پارلمان ویلي د ۶۰ ورځو د ننه باید د ولسمشرۍ ټاکنې وشي.

المبزع په یوه تلوېزیونی وینا کې ویلي د مخالفې ټلوالې په ګډون له سیاسي سټو سره پر خبرو بوخت دی چې په وینا یې لومړی وزیر محمد الغنوشي به ډېر ژر ملي حکومت جوړ کړي.

المبزع پر ټولو تونسي وګړو غږ وکړ، چې په دې سیاسي بهیر کې ګډون وکړي.

په تونس کې د بي بي سي خبریال وایر دیفیزان وايي داسې نښې شته چې د هېواد موقته اداره به غوره اقتصادي او سیاسي بدلونونه راولي.

د یوه مخالف ګوند مشر ويلي الغنوشي د مخالفو ګوندونو لخوا دیوه ایتلافي حکومت د جوړولو خبره ومنله.

Image caption تونسي پوځيان واټونو ته د اړدوړ او چور تالان د مخنيوي لپاره راوتلي دي.

د 'ازادۍ او کار لپاره د اتحاد' په نامه د ګوند مشر مصطفی بن جعفر وویل ''د ایتلافي حکومت موضوع مو وڅېړله، همدا و چې لومړي وزیر زموږ غوښتنه ومنله.''

جعفر زیاتوي: ''سبا به یوه بله ناسته هم جوړوو، چې څرنګه په هېواد کې روان تاوتریخوالی ختم کړو، او ریښتيني اصلاحات راولو، د دې خبرو اترو پایله به د یکشنبې پر ورځ په ډاګه شي.''

بل خوا په تونس کې د یوه بل مخالف ګوند مشر نجیب الشابي ویلي له محمد الغنوشي سره یې خبرې کړې چې د نړیوالو څارونکو تر نظارت لاندې به په هېواد کې د شپږ او یا اوو میاشتو د ننه د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي.

ورته مطالب