په تونس کې د موقت حکومت د جوړېدو تمه

تونس
Image caption په ټول هېواد کې وضعه ترينگلې ده، خو ورسره په سياسي ډگر د يوه داسې پرانيستي حکومت د جوړېدو نښې لېدل کېږي چې د وروستيو اوونيو احتجاجونو برخه والو یې غوښتنه کوله.

تېر ماښام د تونس پوځ د لیرې کړای شوي ولسمشر زین العابدین له خاص ګارد سره نښته وکړه.

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې پر ورځ موقت حکومت جوړ شي.

په تازه پېښو کې د ولسمشرۍ د امنیت مشر علي السریاطي نیول شوی دی.

جنرال علي السریاطي او یو شمېر نور مرستیالان یې په تونس او ځینو نورو ښارونو کې د وروستي اړدوړ په جوړولو تورن دي او ویل کېږي چې د بلوا جوړوونکو او وسله والو ډلو ملاتړ یې کړی دی.

بل خوا د دغه هېواد لومړي وزیر محمد الغنوشي په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي امنيتي ځواکونه به په هېواد کې د هر بلوا جوړوونکي په نښه کولو هېڅ سرپه ونه کړي.

له دوو ورځو راهیسې له مخالفو ډلو سره د 'ملي یووالي' موقت حکومت د جوړولو سلامشورې روانې دي.

رپوټونه وايي چې د مخکني حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران به پر خپلو څوکیو پاتې شي.

خو د ټلوالې یو مشر نجیب الشابي به د اقليمي پرمختګ وزیر او یو بل مخالف 'د ازادۍ او کار اتحاد' مشر مصطفی بن جعفر به د روغتیا او د 'نوښت' په نامه ګوند مشر احمد ابراهیم به د لوړو زده کړو وزیر شي.

تراوسه پورې سلگونه پوځيان په لارو کوڅو کې ليدل کېږي او د حکومتي ودانيو بهر ټانکونه ځاى پر ځاى دي، خو لږ ترلږه داسې نه ښکاري چې پوځيان په سياسي پروسې کې مداخله کوي.

کېداى شي لیرې کړى شوي ولسمشر ته وفاداره ځينو پوليسو او امنيتي ځواکونو ارادې بدې وي.

ځينې خبریالان د هغو پوليسو لخوا چې ساده جامې يې په تن وې، د تونس په زړه کې ډېر وهل شوي دي.

Image caption پر جنرال علي السریاطي تور دی چې ګني اړدوړ جوړوونکې او ملېشې یې حمایه کړې دي.

د اپوزيسیون د دفتر د باندې درنې ډزې اورېدل شوې. ددې پړه پر داسې وسله والو چې بهرنيان بلل شوي، اچول شوې ده.

تردې پېښې وروسته د تونس دولتي تلوېزیون ويلي وو چې ځينې وسله وال وژل شوي دي، چې الماني پاسپورټونه يې درلودل.

په ټول هېواد کې وضعه ترينگلې ده، خو ورسره په سياسي ډگر د يوه داسې پرانيستي حکومت د جوړېدو نښې لېدل کېږي چې د وروستيو اوونيو احتجاجونو برخه والو یې غوښتنه کوله.

دا چې بېړنۍ حالت اوس هم په ځاى دى او د تاوتريخوالي نه يو بله ډکه هم تېره شوه په دې اړه څه ويل به گران وي چې وضعه به کوم لوري ته ځي.

ورته مطالب