مسکو د روسي لیکوال 'چیخوف' ۱۵۱مه کلیزه ولمانځله

(۱۸۶۰-۱۸۰۴) د جنوري ۱۷ نېټه د چیخوف کلیزه

Image caption انتون پاوليوويچ چخوف، لا د ۱۸ کلو و چې خپله لومړنۍ ليکنه يې خپره کړه.

انتون پاولوويچ چيخوف، د ۱۸۶۰ کال د جنوري په ۱۷ نېټه د روسي په جنوبي سيمه د تاگانروک په ښارګوټي کې پيدا شوی دی.

دی، په داسې يوه کورنۍ کې چې پر سخت دود دستور او عقيدو يې باور درلود، زېږېدلی دی.

چيخوف، ليکوال، ډرامه ليکونکی ، طبيب او د روسي امپراتورۍ د علومو اکاديمۍ افتخاري غړی و.

نيکه يې د چرتکوف په نامه د يوه سردار، په ځمکو کې مريی و، خو تر سختيو خواريو او هلو ځلو وروسته يې وکولای شو، خپل ځان او کورنۍ ازاده کړي.

پلار يې هټيوال، خو خورا تندلاری مذهبي او ظالم و. خپل ماشومان يې تر سختې څارنې لاندې ساتل او هغوی يې ډېر ځورول.

پلار به هره يکشنبې خپل ټول پنځه واړه ماشومان په زور دې ته اړايستل چې کليسا ته ولاړ او هلته په کليسایي ډله کې سندرې ووایي.

دا ډله ده خپله جوړه کړې وه، ماشومانو که د پلار خبره منلای نه وای، هغوی به يې يا وهل ټکول او يا به يې په ساړه ژمي او سختو واورو کې، په خپل دوکان کې جبري کارونو ته اړول.

د چيخوف پلاره د پوروړو له ډاره خپل ښار او مېنه پرېښوده او مسکو ته کډه شو، خو انتون چيخوف، په خپل پلرني ښار کې پاتې شو.

د ۱۳ کالو و، چې د لومړي ځل لپاره همالته په پلرني ښار، تاګانروک کې تياتر ته ولاړ .

د ښوونځي تر پای ته رسېدو وروسته، په ۱۸۷۹ کال چيخوف مسکو ته ولاړ.

دغه ځوان په ۱۸۸۴ کال کې د طب پوهنځي پای ته ورساوه او ددې ښار په چيکانسکي نومي روغتون کې طبيب شو.

هغه په ماشومتوب کې د خوارۍ او بدمرغۍ بده ورځې ليدلې وې. د هغه اغېز يې پر ځان، هغه هم د لوږې ، ناهيليو او سخت کار له لارې ازمایلی و. هغه د عدالت غوښتونکی، د تيري، ستم، دوکې، غوړه مالۍ او دوه مخۍ سخت دښمن و. هغه پر رارسېدونکي ژوند او د حق پر بري ایمان درلود.

ليکوالي

انتون پاوليوويچ چخوف، لا د ۱۸ کلو و چې خپله لومړنۍ ليکنه يې خپره کړه.

او په پوهنتون کې و ( ۱۸۸۲ کال) چې د خپلو کيسو لومړنۍ ټولګه يې چمتو کړه، د ده دغه کتاب د سانسور له امله خپورنه شو.

هغه د پوهنځي تر پای ته رسېدو وروسته د يوه مسلکي ليکوال په توګه هنري تخليق ته مخه او له ۱۸۸۵ کال راهيسې يې د پترزبورګ له خپرونو سره ملګرتيا پيل کړه.

که څه هم په مسکو کې د هغه لومړنۍ ډرامې برياليتوب ترلاسه نه کړ، خو د هغه ایوانوف نومي اثر ده ته خورا زيات شهرت راوړ.

۱۸۸۵ او ۱۸۸۶ کلونه ددغه ليکوال د غوړېدو او شهرت کلونه شول. دده په خپله وينا، ده په دغو کلونو کې هره ورځ لږ تر لږه يوه ډرامه يا کيسه ليکله.

په ۱۸۸۶ کال کې و چې ده له روسي پېژندل شوي اديب د. و. ګريګوروويچ نه يو ليک ترلاسه کړ. په دې ليک کې دده دغه زيات کار غندل شوي و. هغه ادب پېژندونکي ليکلي و.

ښه به دا وي چې خپل توان د لويو، غوره او فکر کړل شويو کارونو لپاره وساتي. تر غوره تفکر او تدبير وروسته يو ليکل شوي اثر تر ۱۰۰ دغو شان کيسو چې ته يې هره ورځ ليکې، غوره دی.

يو شمېر نورو کره کتونکو او ادیبانو هم د ګريګوروويچ ملاتړ وکړ.

له نېکه مرغه چيخوف دغه خبره واورېده او په ۱۸۸۷ کال کې يې له څو طنزي مجلو او نورو سره خپله همکاري بنده کړه.

هغه په دې ليکنو کې د يوې ساده کورنۍ، د يوه ساده انسان، د يوه ساده غړي له خولې نه خپله کيسه بيانوي.

تر هغه وروسته د هغه کيسې، نه يوازې کرار کرار اوږدېدې بلکې ورو ورو يې خلک تفکر ته هڅول. په همدې وخت کې و چې په چيخوف کې د سفر او نورو هېوادو ته د تکل هڅه وتخنېد.

په همدې کال و چې هغه سوېل ته، خپل پلرني ټاټوبي ته وخوځېد، کريميا او قفقاز ته ولاړ.

هغه د خپل هنر او ليکوالۍ د شهرت له کبله طبابت ته شا کړه او خپل ټول وخت يې ليکنو ته ور وباښه.

د ماشومتوب د خوارۍ، لوږې او مظلومې د اغېز له امله و چې په ۳۰ کلنې کې په نري رنځ اخته شو. دا هغه رنځ و چې د مرګ تر ورځې پورې ورسره ګام په ګام لاړ او همدې رنځ ژوند ترې واخيست.

دداسې سختو سفرونو لکه سایبرياته (۱۸۹۰) تګ او هلته د هغه وخت د تبعيد شويو خلکو د ژوند څېړنه او کتنه او دسيميزو ژوند ته پام،موخه دا وه چې ، څنګه د انساني درد د عواملو د ښه انځور لارې چارې پيدا کړي.

خو دی خپل ژوند ليک ، داسې رالنډوي

د ۱۸۶۰ کې د جنوري په ولسمه زېږېدلی يم،...لومړی مې په کليسایي او بيا د ګرامر په ښوونځي کې زده کړې وکړې.

پر ۱۸۸۹ کې د مسکو پوهنتون د طب پوهنځي ته لاړم،هغه وخت مې لا د پوهنځيو په توپير سر نه خلاصيده او دا مې نه يادېږي چې ولې مې دطب څانګه وټاکله.

خو وروسته هيڅکله له خپلې دې ټاکنې او خوښې نه پېښمانه نه وم. لا دلوړو زده کړو په لومړي کال کې مې له مجلو،اونيزو او ورځپاڼو سره کار پيل کړ او کله مې چې پوهنتون پای ته رساوه مسلکي ليکوال وم. پر ۱۸۸۸ کال مې د پوشکين په نامه ستره ادبي جایزه تر لاسه کړه. دوه کاله وروسته دسخالين وچو ته ددې لپاره لاړم چې د تبعيد شويو د ژوند په هکله کتاب وليکم.

په خپل شل کلن ژوند کې مې له حقوقي ياداښتنونو، او مقالو نه پرته مې هره ورځ په ډولا ډولو خپرونو کې تر ۳۰۰ پورې داستانونه او ډرامې خپرې کړې،چې دهغو د ټولو راټول به خورا ګران کار وي.

په رښتيا چې د طب زده کړو ،زما پر ادبي ژوند او ادبي اثارو خورا زيات اغيز لرلی دی.طبي پوهې زما پوهې او ژوند ته کتنه لا پسې پياوړې کړه.

د چيخوف د ليکنې ځانګړتياوې

چيخوف، دده تر زمانې پورې، پر داستان ليکنې لاسبرو ډولونو کې بدلون راوست.هغه د نورو رياليستيکو ليکوالو په څير د بدلون او پاڅيدو تکل نه کوي،دهغه ليکنې د ښودلو او سپړلو بڼه غوره کوي. دهغه په اثارو کې تراژيدي د ټوکمارو ديالوګونو په منځ کې ځان راڅرګندوي.هغه په ديالوګ ليکنه کې بې ساری او بې جوړې دی.له دې کبله کره کتونکي چيخوف ، د لنډو کيسو په تاريخ کې د ټولو زمانو تر ټولو غوره ليکوال ګڼي.

هغه په خپلو ليکنو کې ،دخپلو ځانګړو خيالاتو او افکارو انځورونه ، نه کوي.دهغه د ليکنو ستر قوت د هغه په مرکو او ديالوګ جوړونه کې دی.دده ديالوګونو کله ناکله د نظم او کله خو د خوږو غزلو بڼو غوره کوي.

هغه د خپلې زمانې هغه ليکوال و ، چې د کلاسيک ادبي ښوونځي ، د وخت اوځای اصل ،دهغه په ليکنو کې ځای پرېږدي او يو اتل په ډېره لنډه موده کې کله يو ځای او کله بل ځای ،کله په يوه زمانه او کله په بل وخت کې موقعيتپيدا کوي.

هغه د نورو سترو ليکوالو برخلاف چې خپل اتلان د ژورو مسایلو بيان ته هڅوي،لوستونکي يا اوريدونکي تفکر ته لمسوي.

خپله چيخوف به ويل چې:

ليکوال باید د خپل اتل د کړو قاضي نه بلکې دهغه دښودنې او سپړنې دنده ولري.هغه دا هم ويل چې زه نه غواړم له هر اتل سره هر چېرې حاضر واوسم.

هغه زياتوله چې زه نه کشيش يم،نه کوم بي پروا او بې تفاوته،نه ليبرال يم نه محافظ کار او نه کوم سياسي مبلغ،خو سره له هغه هم دهغه په اثارو کې سياسي، اجتماعي ا و فلسفي خبرې طرحه او تر پایه د ناپيلتوب هڅه کوي.

ځان غندنه ،دهغه د ليکنو بله ځانګړتيا ،ده. د هغه اتلان هر هغه چې له نورو سره دوی ته ورته کوي،له منځه وړي او نه غواړي چاته ورته واوسي.

د انساني ژوند او خيال د رښتياني حالت انځورونه، هغه بل څه دي چې ددې ليکوال په اثارو کې ليدل کيږي ،لکه دا چې يو سړی دلته ګرځي او خيال يې بل چيرې وي.

محترم او پياوړي ليکوال او ژباړونکي،نادر جلالي،چې د روس او شوروي ګڼ شمېر هنري اثاريې پښتو ژبې ته اړولي،د چيخوف په هکله ليکلي دي:

"چيخوف دا مهارت درلود ،چې د اوږدو موضوعګانو په باره لنډې خبرې وکړي....چيخوف نه يوازې لوستونکي په خندا راوستل بلکې دوي يې د چاپيره ژوند د ناچيزوالي په باره کې ،په فکر کې ډوبيدلو ته اړ ایستل .ليکوال په تمسخر او استهزا سره د هغو کسانو چې په ټولنه کې يې اوچت مقامونه،اشغال کړي دي،ستوغ والي ،غوړه مالي،مفتخوري او جهالت بيانول.دده په آثارو کې د انسان د تحقير له کبله درد ښکاره شوی دی."

د چيخوف د ځينو اثارو نومونه

:د تنباکو تاوانونه- ۱۸۸۶، واده - ۱۸۸۹ ،کاکا وانيا- ۱۸۹۶،درې خويندې-۱۹۰۰،د الوبالو بڼ-۱۹۰۳،دښکار ميرمن-۱۸۸۵،خواشيني داستان-۱۸۸۹، دوئيل-۱۸۹۱،شپږمه شمېره دوکان-۱۸۹۲، د ناشناس سړي کيسه- ۱۸۹۲ ،زما ژوند-۱۸۹۶،بزګران-۱۸۹۷، دغله په اړه-۱۸۹۹ ،د مينې په اړه، د يوه مامور مرګ،خواشيني،کوچني سوسمار، مېرمنې، فراري، بدمرغي ،له هوښيار شيطان سره د مست مرکه ، مصلحتي واده ،په واګون کې ،په تبعيد کې، کوډګره ،دتعجب نښه، دښمن ،پسرلنۍ ناسته ،مېرمن اوسپي يې،ګټلي ټکت ،باغوان ،دوه جنجاله ،د جون نهه ويشتمه،د هغه ښکاري کيسه چې هيڅکله يې نښه پر ځای نه لګېدله

، فراري ، بدمرغرغي ،له هوښيار شيطان سره د مست مرکه، مهربانه آشنا ، اضافي پوښتنه ، ماشومان او زلميان، ښه دوست، ګران سپی، ګرانې زده کړې، د انګريز لور ،څورب او ډنګر، ژوند په پوښتنوکې، د انسان قاچاق، ژوند ښکلي دي، هير ، د طبيعت اسرار، عصبي هلک، دا او هغه، خبريال ،پيشو، د آس نوم ، زامن ، د خنځير ټوکې ، غچ، په ژرنده کې، په ښکار کې ،په واټ کې ،ناوې ،نا اړونده بري ،سوالګر ، له محکمې نه مخکې شپه، د مينې په اړه ،څراغ ،سپارښتنه ،تر واده مخکې ،فاضل ګاونډي ته ليک ، ملخ ، تر تياتره وروسته، د کب مينه

شپېلۍ ، سپېڅلې شپه، کليوال طبيب ، ستومانوونکې کيسه، پېښه

،ګاونډيان، لارښود، ډار، ښادي، پنډ او نازک، درې کاله، درې خويندې، د ادبياتو ښوونکی ،ښه خلک ،سمندري مرغان، ازموينه او نور ډېر آثار.

چيخوف او نری رنځ:

د چيخوف ،د ناروغۍ په اړه د هغه معالج ډاکتر ماکسيم ماسلوف، ليکي:

داسې ښکاري چې انتون پاوليوويچ لا د ښوونځي او پوهنتون په کلونو کې په نري رنځ اخته و. او لا د لسو کلونو په منګ و ،چې په ګوګل کې يې د تنګۍ احساس کاوه. او په ۲۴ کلني کې خو يې نور نو په ټوخه کې وينه ليدل کېده.

دی او دده د کورنۍ ځيني غړي خو سخالين ته دده لرې سفر دهغه د ناروغۍ اصلي علت ګڼي او وایي چې په زرګونه کيلو متره ، په اسونو او په ځينو ناوړو ځایو کې پاتې کېدل دا ناروغي لا پسې ولمسوله.

بله ډله بيا وایي: د مالتا له جنوبي ښار ګوټي نه مسکو ته زيات تګ راتګ دهغه ناروغي لا پسې قوي کړه.

درېيم ډله بيا وایي، چې دغه ناروغ هيڅکله داکتر ته نه ورته.

د چيخوف،روغتيایي حالات پر ۱۹۰۴ کال لاپسې بدتره شو هغه د همدې کال په اوړي کې د ډاکترانو په غوښتنه او سپارښتنه،له خپلې مېرمنې ولګا کنيير،سره د نري رنځ علاج لپاره جرمني ته لاړ.دوی هلته په روغتون بستر شو،دهغه مېر من په دې اړه داسې ليکي :

"د بستري کېدو په لومړيو ورځو کې هغه ځان آرامه او ښه احساساوه،،دخپلو راتلونکو تکلونو په اړه غږېده، او هيله يې لرله چې د دنيا ليدو او کتو ته دوام ورکړي.دهغه حالات دومره ښه کېږي چې له روغتونه راوځي او همالته په کورکې ميشته کېږي،خو ډېر ژر هرڅه بدل شول او بېرته په روغتون کې بستر کېدو ته اړ شو.

د هغه مېرمنې ، ولګا، د خپل ژوند وروستې شېبې داسې انځوروي:

((د شپې په يوولسو بجو د چيخوف روغتيا حالت خورا کړکيچن شو. هغه خپله د لومړي ځل لپاره د داکتر غوښتنه وکړه.په روغتون کې دوه روسي محصلينو،دوو ورونو کار کاوه، له هغو نه ما ډاکتر پسې دتګ هيله وکړخپله ديخ ټوټو پسې لاړم چې د مرګ په حال ناروغ پر زړه يې کېږدم.ما چې کله ديخ ټوټه دهغه پر ټتر ورکېښوده،دچيخوف يوه ترخه موسکا پر شونډو خوره شوه او وې ويل:پر تش زړه څوک ديخ ټوټې نه ږدي.داکتر راغي،هغه يې وکوت،له هغه سره يې د زړه له کومې خواخوږي کوله،هغه ته يې څو پيچکارۍ ورکړې.هغه يې ارامه کړ.ليکوال د ميو(شامپاین)غوښتنه وکړ. هغه يو ګيلاس ډک کړ،هغه يې په خوند خوند وڅکل او بيا يې پر شونډو يوه موسکاراخوره شوه او ویې ويل:

((ډېرو مودو راهيسې مې شامپاین نه وې څکلي)) په کراره يې کنډول يې پر سر واړاوه او تر وروستي څاڅکې پورې هغه وڅکل، په ارامه پر کيڼ اړخ پرېوت او ډېر ژر په ابدي خوب ويده شو.

دا د ۱۹۰۴ کال د جون څلورمه نېټه وه. دهغه ورځې به سبا د هغه جنازه له جرمني نه مسکو ته واستول شوه او هلته د هغه د زرګونو لېوالوا و مينه والو په ولولو، تلوسو ، ساندو او ژړاو کې د ګلو تر باران لاندې د نووو- دويچې، په اديره کې خاورو ته وسپارل شو .

د چيخوف ياد

چيخوف ،په خپل لنډ عمر کې نړيوال پېژندنه او شهرت وموند.دهغه په ياد او په درناوي ،دهغه لومړنۍ مجسمه په ۱۹۰۸ کال ،دهغه ترمرګه څلور کاله وروسته په جرمني کې درول شوې وه.

د هغه په وياړ په روسيه کې په لسګونو ادبي ټولنې،تر ولسو پورې موزيمونه،اته تياتره(په روسيه،اوکراین او ملداويا) ،څو کتابتونونه،شپاړلس واټونه ،څوښارګوټي او په لسګونو مجسمې جوړې شوې دي.

روسيه، امريکا، اوکراین، ملداويا،سيرلانکا، کولمبيا ، جرمني او چک هغه هېوادونه دي چې هلته ددغه ليکوال په وياړ په کې يا مجسمې يا کوم ځای يادېږي.

چېرې چې ملت شته، هلته اتلان شته.

په افغانستان کې د چيخوف اثار له ډېر پخوا ژباړل شوي دي. په هغو کې د محترم استاد عبدالله بختاني، خدای بښلي نادر جلالي او خدای بښلي ګل محمد نورزي کارونه تر نورو دپام او قدر وړ دي.