په تونس کې نوی حکومت اعلان شو

محمد الغنوشي
Image caption لومړي وزیر محمد الغنوشي مخکې ويلي ول "د دوشنبې پر ورځ به د نوي حکومت اعلان د تونس د تاریخ یوه نوې پاڼه پرانیزي."

د تونس لومړي وزير محمد الغنوشي په هېواد کې د واک د تشې د ډکولو په موخه نوي وزيران پېژندلي، خو د مخکنۍ ادارې څلور وزیران (دفاع، بهرنیو او کورنیو چارو او مالیې وزیران) پر خپلو څوکیو پاتې دي.

د تونس حکومت نوی تشکیل:

لومړی وزیر محمد الغنوشي
د بهرنیو چارو وزیر كمال مرجان
د کورنیو چارو وزیر أحمد فريعة
د عدلیې او بشري حقونو وزیر الازهر القروي
د سیاحت او سوداګرۍ وزیر محمد جغام
د کرنې او چاپېریال ساتنې وزیر حبيب مبارك
د عامې روغتیا وزیر مصطفى بن جعفر
د پراختیا وزیر نجيب الشابي
دفاع وزیر رضا قريرة
د لوړو زده کړو وزیر احمد بن ابراهيم
د ټولنیزو چارو وزیر منصر الرويسي
د صنعت او ټيکنالوجۍ وزیر عفيف شلبي
د پلان او نړیوالې همکارۍ وزیر محمد النوري الجويني
د مالیې وزیر رضا شلغوم
د کولتور وزیر مفيدة التلاتلي
د کار موندنې د چارو وزیر حسين الدماسي
د لومړي وزیر مرستیال عبدالجليل البدوي
د ښځو چارو وزیره ليليا العبيدي
د ترانسپورت وزیر صلاح الدين مالوش
د ځوانانو چارو او سپورت وزیر محمد علولو
د مرکزي بانک رییس مصطفى النابلي
Image caption لاریون کوونکو د هغوی په وینا د "دیکتاتوري ګوند" پرضد شعارونه وکول.

د کورنیو چارو وزیر احمد فریعة مخکې ویلي وچې د تاوتریخوالي په پېښو کې لږترلږه ۷۸ کسان وژل شوي، او ۳ میلیارده تونسي دیناره زیان خلکو ته اوښتی دی.

تاوتریخوالی

د وزیرانو تشکیل د تونسي پوځ او د مخکني ولسمشر زین العابدین د خاص ګارد ترمنځ تر یو لړ نښتو وروسته اعلان شو او پوځ په پلازمېنه کې پر سلګونه لاریون کوونکو اوښلن غاز وکارول.

لاریون کوونکو ویل چې په راتلونکې کابینه کې دې واکمن ګوند له واکه لیرې شي او د اساسي قانون له مخې دې ایتلافي حکومت جوړ شي.

لاریون کوونکو د هغوی په وینا د "دیکتاتوري ګوند" پرضد شعارونه وکول.

ټاکنې

په ملګرو ملتونو کې د تونس مخکنی سفیر احمد ونیس وايي، زیاتره تونیسیان ټاکنو ته لېواله دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په تونس کې د قانون د ټينګښت غوښتنه کړې او په دغه هېواد کې یې د تېرو څو ورځو په لړ کې د تاوتریخوالي له کبله پر وژل شویو خواشيني ښوولې ده.

Image caption د تېرو څو ورځو تاوتریخوالي خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ښاغلي بان کي مون ویلي "پر وژل شویو او د تاوتریخوالي په پېښو سخت خواشینی یم."

په تونس کې د بي بي سي خبریال وايي، لاریوني د پراخه سیاسي اصلاحاتو لېواله دي.

لومړي وزیر محمد الغنوشي مخکې ويلي ول "د دوشنبې پر ورځ به د نوي حکومت اعلان د تونس د تاریخ یوه نوې پاڼه پرانیزي."

تونسي پوځ په پلازمېنه او یو شمېر نورو ښارونو کې د امنیت د ټینګښت لپاره ځای پرځای شوي دي.

ورته مطالب