دبۍ: برتانیایۍ او نیوزیلنډی د مینې په تړاو زنداني شول

د دبۍ محکمه
Image caption په دبۍ کې د دې ډول پېښو سزا – چې زیاتره پکې بهرنیان تورنېږي - غالباً دوې یا درې میاشتې زنداني کول دي.

د متحده عربي اماراتو په دبۍ کې پولیس له یوې میاشتې راهیسې پر هغه نیوزیلنډي سړي او ښځې پسې ول، چې له یو بل سره یې پټه مینه کوله او بالاخره د دواړو په نیولو او بندي کولو وتوانېدل.

پولیس وايي چې په ډراماتیک ډول یې د نیوزیلنډي سړی یوه بله مخکنۍ معشوقه هم کشف کړه.

د برتانیا ډيلي ټیلیګراف'' ورځپانې ویلي چې ۲۵ کلنې دانیال سپنسر له توبي کارول سره مخکې له دې چې دواړه د ښاغلي کارول استوګنځي ته ولاړ شي، په ایچ اېس بي سي بانک د لیده کاته وخت ټاکلی و.

ورځپاڼه وايي د کارول مخکنۍ برازیلۍ ملګرې (بریسیلا) د هغه د اوسېدو ځای ته ګهيځ وختي رسېدلې وه، او دواړه مینان یې جوړه سره ولیدل.

بریسیلا سخته په غصه شوه له پخلنځي یې چړه راواخیسته او د 'کارول' د کور ټول څيزونه یې غوڅ غوڅ کړل.

هماغه وو چې برازیلۍ معشوقې پر سپنسر هم برید وکړ، خو هغه حمام ته ترې وتښتېده.

له پولیسو سره د کارول تر اړیکې نیولو وروسته پولیسو درېواړه ونیول.

ورځپاڼه وايي، درېواړه دا مهال د "بر دبۍ" د پولیسو په مرکز کې دي، او له سپنسر او د هغې له نیوزیلنيډ ملګري د واده له چوکاټ بهر د مینې په اړه پوښتې ګروېږنې روانې دي.

ورځپاڼه ليکي چې ښايي دواړه تورن مینان په زنا کولو تورن شي.

پولیسو له بریسیلا هم پوښتنې پیل کړې چې ولې یې پر هغوی د چړې برید ته زړه ښه کړ.

ورځپاڼه کاږي، دا کیسه په دبۍ کې دې ته ورته د بهرنیو وګړو ترمنځ د مینې د کیسو یوه برخه ده .

په ۲۰۰۹ کال کې یوه برتانوي پیلوټ (وینسېنټ انتیا) ته خبر ورکړل شو، چې ګني ښځې یې له یوه بل سړي سره د دبۍ په هوټل کې خوله خوږه کړې ده.

مخکې له دې چې له هېواده دواړه تورن کسان وشړل شل، دواړه په زنا تورن او په یوه میاشت بند محکوم شول.

ورځپاڼې د ښاغلي کارول د سالې په تړاو د یوې ښکلې سرچینې په حواله ویلي "دواړې ښځې د بر دبۍ د پولیسو په ښځينه زندان کې بندیانې دي."

په دبۍ کې د دې ډول پېښو سزا – چې زیاتره پکې بهرنیان تورنېږي - غالباً دوې یا درې میاشتې زنداني کول دي.

ورته مطالب