ملګري ملتونه: ۲۰۱۰ تر ټولو ډېر تود کال و

Image caption د هوا پېژندنې اداره وايي، تېرکال روسیه تر ټولو ډېره د اور له کبله وځپل شوه، او پاکستان هم سختو سېلابونو اغېرمن کړ.

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې ویلي تېر ۲۰۱۰ تر ټولو هغو ډېر ګرم کال و، چې په وینا یې د هوا تودوخه د پاکستان د سېلابونو او په روسیه کې د پراخه اور لګېدنې لامل شو.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ دغې ادارې په خپل کلني رپوټ کې وویل، چې د تېر ۲۰۱۰ کال د تودوخې درجه د ۲۰۰۵ او ۱۹۹۸ کلونو د تودوخې له درجې ډېره وه.

د ادارې په وینا، دغه تودوخه په نړۍ کې یو لړ لویو پېښو لامل هم شوه.

د هوا پېژندنې د ادارې مشر میشیل جارو یوې رسنیزې غونډې ته وویل ''د ۲۰۱۰ کال لرلید وښوده چې د ځمکې پر سر د تودوخې درجه په دې کال کې تر ټولو ډېرې لوړې کچې ته ختلې وه.''

نوموړی زیاتوي، تېره لسیزه تر ټولو ډېره ګرمه وه، دا ځکه چې په لړ کې یې په شمالي قطب کې کنګلونه ډېر زیات ویلې شوي ول.

د پوهانو اندېښنه

د چاپېريال پېژندنې زیاتره ماهرین په دې اند دي چې په هوا کې اوکسید کاربون ۲ او نور تاوده غازونه ډېر زیات شوي دي.

دوی وايي چې په نړۍ کې د سونتوکو کارونګ هم د حرارت له درجې سره ډېره مرسته کړې ده.

د هوا پېژندنې اداره وايي، تېرکال روسیه تر ټولو ډېره د اور له کبله وځپل شوه، او پاکستان هم سختو سېلابونو اغېرمن کړ.

دوی وايي چې د تودوخې د لوړوالي له کبله سریلانکا، فیلیپين، برازیل او استرالیا هم ډېر اغېرمن شول.

ورته مطالب