اردوغان: د اسراییلو د پلټنو پایلې د نه منلو دي

جب طيب اردوغان
Image caption د ترکيې حکومت له هغه لومړي سره له اسراييلو غوښتي ول چې د پراخو ديپلماتيکو اړيکو تر بيا پيل مخکې دې د پېښې له کبله بښنه وغواړي او د پېښې قربانيانو ته دې تاوان ورکړي.

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان پر يوې ترکي بېړۍ د اسراييلو د تېر کال د بريد په تړاو د هغه هېواد د پلټنو پايلې رد کړې او هغه يې بې ارزښته او بې باوره بللې دي.

له استانبوله د بي بي سي د خبريال جونتن هيډ راپور هميم جلالزي ژباړلی دی

پر ترکي بېړۍ له بريده نهه مياشتې وروسته د ترکيې په ليدلوري کې لږ بدلون هم نه تر سترګو کېږي او وايي د اسراييلي ځواکونو بريد ناقانونه او نه توجيه کېدونکی سخت عمل و.

اوس د اسراييلو د پلټنو پايلې ښيي چې نه حکومت او نه په شخړه کې ښکېلو کومانډو ځواکونو هغه مهال د وړاندوېينې وړ منفي ځواب تر لاسه کړی و.

په دې اړه د پلټنو لپاره د ترکيې له لوري جوړ شوي کمېسيون ويلي دوی د اسراييلو د راپور له امله هک پک شوي او تعجب کوي او پر بېړۍ د بريد د ناقانونيت په اړه يې خپلو شواهدو ته مراجعه کړې ده .

د ترکيې حکومت له هغه لومړي سره له اسراييلو غوښتي ول چې د پراخو ديپلماتيکو اړيکو تر بيا پيل مخکې دې د پېښې له کبله بښنه وغواړي او د پېښې قربانيانو ته دې تاوان ورکړي.

امريکايي اداره پر دواړو هېوادونو چې په سيمه کې د امريکا پياوړي ملګري بلل کېږي فشار راوړي چې په دې اړه روغه جوړه وکړي خو تر اوسه پورې کوم بری نه دی ترلاسه شوی.

په دې وروځو کې په ترکيه کې د اسراييل په هکله د عامو خلکو بدبيني خپلې لوړې کچې ته رسېدلې او تر ټولټاکنو يوازې پېنځه مياشتې مخکې حکومت داسې نه ښکاري چې خپل دريځ نرم او ځان له ګواښ سره مخامخ کړي.

ژبنيو شخړو او ناندريو هغه څه ويجاړ کړي چې يو مهال د دواړو هېوادونو د پوځي ځواکونو تر منځ پياوړې ملګرتيا بلل کېده.

اسراييل بايد اوس د خپلو هوايي تمرينونو لپاره د بل ځای د موندلو په لټه کې شي چې دا کار له يوې خوا زرګونه اسراييلي سيلانيان ترکيې ته له تلو څخه را ګرځوي او له بلې خوا به په اسرايلو کې د ننه د ترکيې سوداګري زيانموي.

ورته مطالب