امریکایی چین ته د پټو پوځي اسنادو په ورکولو تورن شو

نوشیر جواردیا
Image caption ویل کېږي چې نوشیر جواردیا د چین له خوا ۱۱۰ زره ډالر ترلاسه کړي، او د ماوای په ټاپو کې یې یو لوکس کور هم ورکړی دی.

امریکا یو هندي الاصله انجنیر چین ته د پټو پوځي اسنادو د پلورلو په تور په ۳۲ کلونو بند محکوم کړی دی.

ویل کېږي چې ۶۶ کلن نوشیر جواردیا له چین سره د کروز توغندیو په جوړولو کې مرسته کړې ده.

پر ښاغلي جواردیا دا تور هم پورې دی چې د بي ۲ توغنديو د دفاعي نظام په جوړولو کې یې له چین سره همکاري کړې ده.

د تېر ۲۰۱۰ کال په اګست کې په هاوای کې محکمې نوشیر جواردیا چین ته د داسې پټو توغندوييزو اسنادو د ورکړې په تور مجرم وپېژانده، چې د رادار له لارې یې کشفول ناممکن دي.

داسې انګېرل کېده، چې ښايي پر هغه د عمري بند سزا وخېژي، خو محکمې پرې د ۳۲ کلونو بند پرېکړه وکړه.

پر جواردیا چین ته د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ د سفر او هلته د چین په توغندیز سیستم کې د مرستې تور هم لګېدلی دی.

ویل کېږي چې هغه د چین له خوا ۱۱۰ زره ډالر ترلاسه کړي، او د ماوای په ټاپو کې یې یو لوکس کور هم ورکړی دی.

خو د هغه مدافع وکیل وویل هغه پرته له عادي مالوماتو چې د ټول سمندري ځواک په واک کې ول، نور څه هند ته نه دي ورکړي.

خو د امریکا د یوې محکمې مشره سوزاان اوکي موللوای ويلي جواديا "د امریکا له متحده ایالتونو سره یې خیانت کړی. نورو هېوادونو ته یې ارزښتانه ټيکنالوجي ورکړې ده."

د امریکا د عدلیې مرستیال وزیر کین سورنسون ویلي "هغه اوس د نهیلۍ احساس کوي"؛ ځکه پر جوادیا عمري قید ونه خوت.

نوموړی زیاتوي "خو د هغه لپاره د ۳۲ کلونو بند سزا مناسبه ده."

د جواردیا کورنۍ ویلي مدافع وکیل یې د استیناف محکمې غوښتونکی دی.

ورته مطالب