د ميقاتي - حزب الله پر ايتلاف د سني لبنانيانو اعتراضونه

نجیب میقاتي
Image caption ښاغلي ميقاتي د صدرات د څوکۍ منلو ته د چمتو کېدو په ترڅ کې د يوې ملي اجماع د لټولو يادونه کړې ده، خو په داسې حال کې چې د ښاغلي حريري پلويانو پر دغه ورځ د قهر او غوسې د څرگندولو ملا تړلې، دغې هيلې ته رسېدل گران برېښي.

د لبنان د مخکني صدراعظم سعد حريري پلويان په ډېرو ښارنو او لويو کليو کې ددې نښو تر ډېرېدو وروسته اعتراضونو ته ووتل چې د حزب الله په مشرۍ ټلواله چمتو ده د نوي حکومت مشري نن پر غاړه واخلي.

داسې برېښي چې شتمن سوداگر – نجيب ميقاتي به چې مخکى هم د يوه لنډمهال لپاره صدراعظم پاتې شوى، د حزب الله له پلويانو سره په گډه حکومت جوړ کړي.

د ښاغلي حريري مخکنى ايتلافي حکومت د حزب الله تر وتلو وروسته مات شوى و. اعتراض کوونکو د حزب الله پلويانو ته د ډېرو وزارتونو د رسېدو احتمال يوه کودتا بللې ده.

د سعد حريري پلويان پر دې سخت قهرېدلي چې د سياسي مانورونو په پاى کې به چې د ده د کمزوري ايتلافي حکومت تر ړنگېدو وروسته پيل شوي وو، يوازې همدى بايلونکى راوخېژي.

د هغوى غوسه پر دې لا نوره هم ډېره شوې چې ويل کېږي په نوي حکومت کې به د حزب الله لاس تر ټولو بر وي.

مخکنى حکومت ددې احتمال تر ډېرېدو وروسته وپرزېده چې د ملگرو ملتو پلټونکي په ٢٠٠٥ کال کې د ښاغلي حريري د پلار پر قتل د حزب الله د جگې کچې مشران پړه خېژوي.

مظاهرې په تېره بيا د لبنان په سني مېشتو شمالي سيمو لکه طرابلس کې چې د حريري مهم مرکز دى، قهرېدلې او پياوړې وې.

نجيب ميقاتي هم، لکه هغسې چې د اساسي قانون غوښتنه ده، سني دى، خو غوسه پر دې ده چې هغه به اوس د حزب الله د کانديد په توگه د ښاغلي حريري ځاى نيسي.

Image caption د سعد حريري پلويان پر دې سخت قهرېدلي چې د سياسي مانورونو په پاى کې به چې د ده د کمزوري ايتلافي حکومت تر ړنگېدو وروسته پيل شوي وو، يوازې همدى بايلونکى راوخېژي.

له نورو سني سيمو نه هم خبرونه وايي چې د حريري پلويانو چېرته ټايرونو ته اور اچولى او چېرته يې لويې لارې تړلې دي.

په تړلو لارو کې د سوريې لورې ته غزېدلې واټ هم راځي چې سمبوليکه مانا لري، ځکه دغه هيواد يو سيمه ييز ځواک او د حزب الله اصلي ملاتړى دى.

ښاغلي ميقاتي د صدرات د څوکۍ منلو ته د چمتو کېدو په ترڅ کې د يوې ملي اجماع د لټولو يادونه کړې ده، خو په داسې حال کې چې د ښاغلي حريري پلويانو پر دغه ورځ د قهر او غوسې د څرگندولو ملا تړلې، دغې هيلې ته رسېدل گران برېښي.

ورته مطالب