مسکو: پر هوايي ډګر بریدونو ۳۵ کسان وژلي

د مسکو بریدونه
Image caption دغه بریدونه په نړیواله کچه غندل شوي دي.

د روسیې په یوه خورا بوخت هوايي ډګر کې بریدونه شوي، چې لږترلږه ۳۵ کسان یې وژلي او تر سلو ډېر نور يې ژوبل کړي دي.

د مسکو په يوه خورا بوخت هوايي ډگر کې د پرونۍ چاودنې پړه چې ويل کېږي ځانمرگى بريد و، په امنيتي نيمگړتياوو اچول شوې ده.

دا تور د ترهگرۍ ضد ملي کميټې د يوه وياند نيکلاى سېنڅو ف له خوا لگول شوى دى. په دغه بريد کې چې په 'دمادېدوه' هوايي ډگر کې دننه وشو، ٣٥ تنه وژل شوي دي.

ولسمشر ديمتري ميدوېدېف لوړه وکړه چې ترسره کوونکي يې د عدالت منگولو ته ودروي:

دغه بريد په ډېرو هيوادو کې غندل شوى دى. ولسمشر اوباما هغه سختې ظالمانه بللي او د بهرنيو چارو وزيرې يې – هيلري کلنټن عدالت ته د ترسره کوونکو په درولو کې د مرستې وړانديز کړى دى.

د ناټو سرمنشي اندرېس فو راسموسين ويلي چې دې پېښې بوږنولى دى.

د برید عکسونه

روسي رسنیو ویلي دا ځانمرګی برید و، چې د هوايي ډګر د ننه یې د نړیوالو مسافرو د کوزېدو سالون په نښه کړی دی.

تر دې مهاله هېڅ کومې ډلې د برید پړه نه ده اخیستې.

د بي بي سي د امنيتي چارو خبریال ګورډن کوریرا ویلي، د برید د تور ګوتې په قفقاز کې وسله والو ډلو ته نیول شوې ده.

پر همدې مهال د روسيې لومړي وزیر ویلاديمير پوتين ویاند بي بي سي ته ویلي حکومت هر وخت د دا ډول بریدونه مخه نه شي نیولی.

پلټنې

څېړونکي وايي دا یو ترهګریز برید و.

یوه عيني شاهد ویلي چې په برید کې ټپیان په پښو او سینه ښویېدل.

یوه بل عيني شاهد ویلي چې تر برید شېبه وړاندې برید کوونکي چیغې کړه چې "اوس به مو ووژنم" او له همدې سره یې ځان وچووه.

Image caption مارچ/ 2010: د مسکو د اورګاډو په تمځي کې دوو ځانوژونکو ښځو لږترلږه ۴۰ کسان ووژل، چې پړه یې د قفقاز پر وسله والو واچول شوه.

د روسیې د څېړنو پلاوڼي ويلي د دغه برید په تړاو دا مهال جنايي پلټنه پيل شوې ده.

په روسيه کې لوی بریدونه

اكتوبر/ 2010: د چیچینیا په شمالي قفقاز کې وسله والو پر پارلمان برید وکړ.

مارچ/ 2010: د مسکو د اورګاډو په تمځي کې دوو ځانوژونکو ښځو لږترلږه ۴۰ کسان ووژل، چې پړه یې د قفقاز پر وسله والو واچول شوه.

نومبر/ 2009: د مسکو او سان پيټرزبیرګ ښار ترمنځ د اورګاډي پر تړل شوې چټکې لارې برید وشو، چې ۲۶ کسان یې ووژل. د برید پړه د قفقاز په شمال کې اسلامي ډلې پرغاړه واخیسته.

سپتمبر/ 2004: چیچین یاغیانو د شمالي اوسیتیا جمهوریت په بیسلان ښار کې پر یوه ښوونځي برید وکړ، ۳۳۴ کسان یې یرغمل کړل، چې ګڼ یې ماشومان ول.

اګست/ 2004: یوې ځانوژونکې د مسکو د اورګاډو په تمځي کې ځان وچووه، ۱۰ کسان یې ووژل.

اګست/ 2004: په همدې میاشت کې دوو ځانوژونکو د دومودیدوفو له هوايي ډګره تر پورته کېدا وروسته دوې توبولیف ډوله الوتکې په هوا کې وچوولې.

ورته مطالب