نن په تاريخ کې – د جنورۍ ۲۶مه

اسراییل او مصر
Image caption ١٩٨٠ کال- اسراييلو او مصر ډېپلماتیک اړيکي ټينگ کړل

١٣٤٠ کال –د انگلنډ پاچا درېيم ايدوارد د فرانسې پاچا هم اعلان شو

١٥٣١ کال – په لزبن کې سختې زلزلې ٣٠ زره پرتگاليان ووژل

١٧٣٦ کال – د پولنډ پاچا ستانيسلاو ليشينسکي وتښتېد

١٧٨٤ کال – بنجامين فرانکلين د امريکا د ملي نښې په توگه د گوربت پر منل کېدو ناخوښي وښوده

١٨٨٥ کال – د محمد احمد ("مهدي") ياغي ځواکونو خرطوم ونيو

١٩٢٦ کال – په لندن کې لومړنى ټلوېزيون نندارې ته وړاندې شو

١٩٢٩ کال – ملي کانگرس د هند آزادي خپله اساسي غوښتنه وبلله

١٩٥٠ کال – په هند کې جمهوريت اعلان شو او د برتانيا له تحت الحمايې نه ووت

١٩٨٠ کال- اسراييلو او مصر ډېپلماتیک اړيکي ټينگ کړل

١٩٩٨ کال – ولسمشر کلنټن وويل: "غواړم د امريکا ولس ته ووايم چې ما له دغې ښځې (مونيکا لېوينسکي) سره جنسي رابطه نه درلوده!"

ورته مطالب