په مصر کې د ترخو مظاهرو بله ورځ

مصر، لاريوني

په مصر کې د دويمې پرله پسې ورځې لپاره بيا مظاهرې شوې او دا سره له دې چې حکومت يې د نه کولو غوښتنه کړې وه.

حکومت اعلان کړى چې هر ډول مظاهرې بندې دي او سلگونه کسان يې نيولي دي، خو اخ و ډب په څو سيمو کې روان پاتې شوى دى.

دا ځل د سې شنبې ورځې په څېر يوه لويه- مظاهره نه وه، خو پرځاى يې څو بېلابېلې کوچنۍ او کله کله ترخې مقابلې روانې وې، چې حکومت يې اندېښمن کړى دى.

تر دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې پر هرډول مظاهرو بنديز لگول شوى دى.

گوزاريز پوليس په منډه هغه لور ته تلل چې خلک به پکې په راټولېدو و.

خو ځينې سرسپارلي مظاهره چيان چمتو نه وو چې تسليم شي او په قاهره کې يې څو ځايه له پوليسو سره اخ و ډب وکړ.

په سويز ښار کې هم چې خلک له روغتون څخه د سې شنبې په مظاهرو کې له دريو وژل شويو څخه د يوه د مړي د پورته کولو لپاره ورغلي ول، نښتې شوې دي.

امريکا وايي چې په ځير سره حالات څاري. د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل دا يې ښه موقع ده چې مصري واکمن په اصلاحاتو لاس پورې کړي: ((موږ پر ټولو خواو غږ کوو چې له تاوتريخوالي ځان وژغوري.

موږ د بيان، ټولنو او غونډو د ازاديو په ګډون د مصريانو د اساسي حقونو ملاتړ کوو او د مصر پر چارواکو تينګار کوو چې د سوليزو مظاهرو مخه و نه نيسي او نه دې هم د انټرنيټي سايټونو په ګډون د وګړو پر تماسونو بنديز لګوي.موږ په دې باور يو چې دا د مصري حکومت لپاره يو ښه وخت دی چې سياسي، اقتصادي او ټولنيز اصلاحات عملي کړي چې د مصريانو مشروع غوښتنو او ګټو ته ځواب ووايي.امريکا ژمنه ده چې له مصر او مصريانو سره ددغو موخو د راسته راوړلو لپاره کار وکړي.))

تر اوسه داسې برېښي چې ډېری عادي مصريان پر خپلو ورځنيو چارو بوخت پاتې دي. دغو مظاهرو ته د حکومت غبرگون تر اوسه دا و چې په امنيتي زور يې مخه ونيسي. ولسمشر حسني مبارک لا تر اوسه چوپه خوله دى، خو فشار پرې لگيا دى ډېرېږي. هم د مظاهره کوونکو له خوا او هم يې د امريکايي او اروپايي ملگرو له خوا چې ددې هرڅه په ليدو ناکراره شوي دي.