د مصر واکمن تر نورو مظاهرو مخکې خبرو ته چمتو شوي

لاریون

لا هم ډېره وختي ده چې سړى ووايي ددې هرڅه پاى به څه راخېژي. خو په دغو ايسارو رژيمونو کې درزونه په برسېره کېدو دي او رغورل يې ښايي نور شونې نه وي.

د مصر واکمن گوند له ولس او مخالفو سياسي ډلو سره خبرو اترو ته چمتووالى ښودلى دى. دا اعلان د پراخو ولسي اعتراضونو د درېيمې ورځې په پاى کې وشو.

د ملي ډيموکراتيک گوند مشر صفوت الشريف وويل هغه وخت رارسېدلى چې د خلکو خبرو ته غوږ ونيول شي، خو زياته يې کړه چې ولسواکي خپلې قاعدې او طريقې لري:

کلېکاږل په دې خبر او نورو مسايلو خپل نظر د دې ځاى په کېکاږلو ولولئ

"زه د خبرو غوښتونکى يم، زه د واک د شريکولو غوښتونکى يم او زه د نظريو د شريکولو غوښتونکى يم، خو په سوله ييز او قانوني ډول."

د قاهرې پوليس له سپيده داغ مخکې راوتلي وو. تر ټولو سخت اخ وډب په سويز کې شوى چې د مظاهره چيانو تر وژل کېدو وروسته پکې حکومتي ودانيو ته اور واچول شو.

خو اوس ټول پام پردې دى چې نن به څه کېږي. دلته د جمعې ورځ رخصتي وي او چارواکي اټکل کوي چې لويې مظاهرې به راوځي. د ښار سياسي سرچينې وايي چې ولسمشر مبارک ته يې سياسي سلاکارانو ډاډ ورکړى چې امنيتي ځواکونه د تاوتريخوالي د کابو کول وس لري.

ښاغلی البرادعي

د نوبل جايزې گټونکى او د اټومي څار د نړيوالې ادارې مخکنى مشر محمد البرادعي چې ويل کېږي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درېدو هوډ لري، هيواد ته ستون شوى او ژمنه يې کړې چې د جمعې ورځې په اعتراضونو کې برخه واخلي.

د واکمن گوند له منځ نه ځينې د بدلونو غوښتنه کوي چې مظاهره کوونکي آرام کړي. ډېرئ مظاهره چيان ځوانان، ښه تحصيل کړي او د منځنۍ طبقې غړي دي. تر اوسه د مصر لوى اکثريت چې کليوال فقيران دي، په لوى شمېر د سوداگرو په دې اعتراضونو کې نه دي ورگډ شوي.

د نوبل جايزې گټونکى او د اټومي څار د نړيوالې ادارې مخکنى مشر محمد البرادعي چې ويل کېږي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درېدو هوډ لري، هيواد ته ستون شوى او ژمنه يې کړې چې د جمعې ورځې په اعتراضونو کې برخه واخلي.

خو په مصر کې لوى مخالف گوند "اخوان المسلمين" دى چې په رسمي ډول د فعاليت اجازه نه لري، خو تر دا تېر ډسمبره پورې يې يعنې تر هغو چې يې په ټاکنو کې ماتې خوړه، په پارلمان کې خپل وکيلان درلودل.

د اخوانيانو يوه وياند اسماعيل الاېريان بي بي سي ته وويل چې يوه سياسي ډله هم ددغو اعتراضونو په جوړولو کې ونډه نه لري:

"موږ له پيله ويلي چې په سمبالښت کې زموږ لا س نشته، خو گډون په کې لرو. موږ خپل غړي سړکونو ته نه راوباسو. خبره داده چې دلته رژيم له يوه قهرېدلي ولس سره په مقابله کې دى. اوس اصلي خبره همدوى کوي، دا د ولس خبره ده، د سياستوالو نده او نه د اخوان المسلمين ده."

لاريوني

په مصر کې لوى مخالف گوند "اخوان المسلمين" دى چې په رسمي ډول د فعاليت اجازه نه لري، خو تر دا تېر ډسمبره پورې يې يعنې تر هغو چې يې په ټاکنو کې ماتې خوړه، په پارلمان کې خپل وکيلان درلودل.

مصريان په پوهېدلي ډول د تونسيانو پېښې کوي چې يوه اوونۍ وړاندې يې ولسمشر زين العابدين بن علي د عربي نړۍ د يوه خورا ځپونکي رژيم تر ٢٣ کلن مشرتابه وروسته تېښتې ته اړ کړ. د مصر بېلگه پخپله هم خورا اغېزناکه ده او ښايي يمن ته د مظاهرو د لمنې په غزېدو کې يې ونډه درلودلې وي.

دغه درېواړه هيوادونه – تونس، مصر او يمن د اوږدو کلونو واکمن لري يا يې درلودل. ټول يې د لوېديځ په سترگو کې باوري يا لږترلږه مهم ملگري برېښېدل، او ځوانان چې د اوږدو کلونو فساد او اختناق تر پوزې رسولي، غواړي چې د خپلو هيوادو دغه ممتازه طبقه له خپلو امتيازونو بې برخې کړي.

لا هم ډېره وختي ده چې سړى ووايي ددې هرڅه پاى به څه راخېژي. خو په دغو ايسارو رژيمونو کې درزونه په برسېره کېدو دي او رغورل يې ښايي نور شونې نه وي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .