مصري لاریونونه لاهم د حسني مبارک د استعفی غوښتنه کوي

لاریون کوونکو د حسني مبارک عکسونو ته اور ورته کړ

ولسمشر مبارک وويل بدلون او ښه والى د تاوتريخوالي له لارې نه بلکې دده په ټکو په ملي کچه د خبرو اترو له لارې را تلى شي .

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د پنځمې پرلپسې ورځې لپاره لاريون کوونکي لارو کوڅو ته راوتلي، دوی د ولسمشر حسني مبارک د ليرې کېدو غوښتنه کوي.

په ښار کې د ډزو د کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي او د مظاهره چيانو د خوره ولو لپاره له اوښلن ګاز نه کار اخيستل شوی دی.
په دغو لاريونونو کې تر اوسه شاوخوا ٢٦ تنه وژل شوي او په سلگونو نور ټپيان دي.

ټانکونه او سرتېري د مظاهرې په شاوخوا او د حکومتي تلوېزيون له ودانۍ بهر ځای پر ځای شوي دي.

د مصر د حکومت د اپوزيسيون يوه څېره محمد البرادعي الجزيرې تلويزيون ته ويلي چې د مصر خلک د ښاغلي مبارک له واکه لرې کېدل غواړي:

''له حسن مبارک نه بنسټيزه غوښتنه دا ده چې له واکه د لرې کېدواعلان وکړي او يا دا چې هغه به خپل ځان بيا نه نوموي.''

ښاغلی البرادعي

ښاغلي اوباما دغه راز پر مصريانو هم غږ وکړ چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د مصر د حکومت او خلکو ترمنځ يې د رغنده خبرو اترو غوښتنه وکړه .

په همدې مهال ولسمشر اوباما د مصر له ولسمشر حسنې مبارک نه غوښتي د اصلاحاتو د را وستو په تړاوو پر خپلو کړو ژمنو ودريږي.

ښاغلي اوباما دغه راز پر مصريانو هم غږ وکړ چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د مصر د حکومت او خلکو ترمنځ يې د رغنده خبرو اترو غوښتنه وکړه .

هغه ټينگار وکړ چې د مصر حکومت بايد د بيان د ازادى، د خلکو د بشري حقونو او د سوله ييزو لاريونونو درناوى وکړي>

د برتانيې لومړي وزير ډيويډ کاميرون ، د ملگرو ملتونو سر منشي بانکي مون او فرانسې پر مصري چارواکو غږ کړى چې د خپلو خلکو حقونو ته درناوى وکړي.

د مصر ولسمشر حسني مبارک خپل ولس ته په دولتي تلويزيون له څلور ورځنيو پراخو لاريونونو وروسته وينا وکړه او خپل حکومت يې ړنگ کړ، خو دا يې رد کړه چې گواکې دى به واک پرېږدي .

ښاغلي مبارک ژمنه وکړه چې نن به نوى حکومت جوړوي ، او د مصر د ټيکاو د ټينگيدو ژمنه يې وکړه .

هغه وويل د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به اصلاحات را ولي خو غبرگه يې کړه چې پرمختگ په ملي کچه د خبرو اترو له لارې راتلى شي. هغه پر خلکو غږ وکړچې د مصر د خوندي کولو لپاره گډ کار وکړي او په خپله يې ژمنه وکړه چې مصر به ژغوري.

''ما له حکومته غوښتي چې نن استعفا ور کړي او زه به سبا نوى حکومت جوړ کړم چې د روانو حالاتو د کابو کولو لپاره دقيق گامونه په گوته او پورته کړي خو يو ځل بيا غواړم دا ووايم چې زه به هر هغه گام پورته کړم چې خلک مې پرې وژغورل شي، امنيت او ټيکاو راشي . زه به د مصر له امنيت او تباته دفاع وکړم . دا زما مسووليت دى او ما له وړاندې د خپل خداى په وړاندې د خپلو خلکو د ساتلو لوړه کړې . خداى دې د مصر وژغوري او خداى دې موږ ته پر سمه لاره د تگ لارښونه وکړي.''

زه به اجازه ورنه کړم چې ويره پر خلکو زوروره شي او دغه نامعلوم حالت زموږ راتلونکى تر سيوري لاندې را ولي.

حسني مبارک

خود ښاغلي مبارک له وينا وروسته لاريونکونکو خپلو لاريونونو ته دوام ورکړ او د ولسمشر د ليرې کيدو پر ضد يې نارې وهلې.

په دغو لاريونونو کې تر اوسه شاوخوا ٢٦ تنه وژل شوي او په سلگونونور ټپيان شوي دي.

حسني مبارک پر داسې مهال غوښتل خپل ولس ته قناعت ورکړي چې د مصر په وخت نيمه شپه کې د پلازمينې پر سړکونو زرگونو کسانو ودانيو ته اورونه ورته کړي وو او د هغه د ليرې کيدو غوښتنه يې کوله .

پر دولتي تلويزيون د هغه د نژدې لسو دقيقو ټوله وينا پر دې را ټوله وه چې قهريدلو لاريون کونکو مصريانو ته ووايي چې ددوى د غوښتنو پر بنسټ به اصلاحت را ولي او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به ډير نور گامونه پورته کوي او خلکو ته به کار روزگار پيدا کوي .

هغه ومنله چې د لاريون کونکو غوښتنې پر ځاى دي خو هغوى يې د تاوتريخوالي په کولو او د مصر په نا امنه کولو تورن کړل .

د ښاغلي مبارک دغه تورونه کيدى شي لاريون کونکي نور هم په غوصه او د لاريونونو دوام ته ژمن کړي .

ښاغلي مبارک د لومړي گام په توگه خپل حکومت ړنگ کړ او ولس ته يې ژمنه ورکړه چې نن به نوى حکومت جوړوي چې تر پخوا ښه او د نويو غوښتنو پربنسټ کار وکړي:

''زه به اجازه ورنه کړم چې ويره پر خلکو زوروره شي او دغه نامعلوم حالت زموږ راتلونکى تر سيوري لاندې را ولي.''

حسني مبارک

حسني مبارک پر داسې مهال غوښتل خپل ولس ته قناعت ورکړي چې د مصر په وخت نيمه شپه کې د پلازمينې پر سړکونو زرگونو کسانو ودانيو ته اورونه ورته کړي وو او د هغه د ليرې کيدو غوښتنه يې کوله .

ښاغلي مبارک په خپله وينا کې وويل چې د بيان ازادى او سوله ييزو لاريونونو ته درناوى کوي خو د لاريونونو په ترڅ کې په روان تاوتريخوالي او د لاريون کونکو لخوا د ورانيو په تر سره کيدو يې خپله ژره انديښنه په ډاگه کړه .

هغه وويل د خپلو خلکو په اړتيا وو او ستونزو ښه پوهيږي او له ډيرې مودې را هيسې د ستو نزو د ليرې کولو په برخه کې کار کوي .

ولسمشر مبارک وويل بدلون او ښه والى د تاوتريخوالي له لارې نه بلکې دده په ټکو په ملي کچه د خبرو اترو له لارې را تلى شي .

هغه پر خپل ولس غږ وکړ چې دمصر د پر مختگ او ټيکاو لپاره يوه او بل ته لاسونه سره ورکړي .

اوس به وکتل شي چې ښاغلي مبارک څومره په دغه گام سره لاريون کونکو ته قنا عت ورکړى او وبه کولئ شي چې خلک ارامه کړي که نه ، خو دهغه سيا سي مخالفين وايي چې د اصلاحاتو د را وستو په تړاوو د حسن مبارک ورته ډيرې خبرې يې تر دې وړاندې هم اورېدلي دي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .